د ایران په لوېدیځه کې د امنیت د ساتونکی شهادت
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i123736-د_ایران_په_لوېدیځه_کې_د_امنیت_د_ساتونکی_شهادت
د کرمانشاه ولایت په صحنې ولسوالۍ کې د بلواګرو په برید کې د پولیسو ډګروال نادربیرامي په شهادت ورسېدل.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 19, 2022 04:12 Asia/Kabul
  • د ایران په لوېدیځه کې د امنیت د ساتونکی شهادت

د کرمانشاه ولایت په صحنې ولسوالۍ کې د بلواګرو په برید کې د پولیسو ډګروال نادربیرامي په شهادت ورسېدل.

د فارس له راپور سره سم، تېره ورځ یو شمېر بلواګرو د کرمانشاه په صحنې ولسوالۍ کې د عامه نظم او د امنیت د ګډوډولو په هڅه کې  د پولیسو په یو ډګروال برید کړی دی.

ډګروال نادربیرامي د خلګو د امنیت د ساتلو او دفاع په لاره کې د بلواګرو له لورې د مرګ تر سرحده وډبول شو او د شهادت جام یې په سر پورته کړ.

د بلواګرو په دغه برید کې یو شمېر لارویان هم زخمیان شوي دي.

کلونه کیږي چي بلوا او ټرور د ایران له اسلامي جمهوریت سره د امریکې او د صهیونیست رژیم د مقابلې یوه طریقه پاته شوې لیکن په وروستیو اوونیو کې، د اسلامي انقلاب دښمنانو له خپل ټول سیاسي او رسندویې وړتیاو څخه په ایران کې د ناامنۍ د راوستلو لپاره پراخې هلې ځلې پیل کړي دي.