Nov 20, 2022 12:11 Asia/Kabul
  • د ایران «ناهید» سپوږمکۍ زر فضا ته استول کیږي

د ایران د ارتباطاتو او د اطلاعاتو د ټیکنالوژۍ وزیر عیسی زارع پور په نږدې راتلونکي کښې فضا ته د « ناهید» د سپوږمکۍ د استولو خبر ورکړ.

هغه له تسنیم خبري اژانس سره په مرکه کښې د ایران د خیام سپوږمکۍ په اړه د وروستیو خبرونو په هکله وویل دغه سپوږمکۍ فعاله ده او تصویرونه یې هم ترلاسه کیږي او له هغو ماشینونو سره چې د هغوې تصویرونو ته ضرورت شته تعامل ټینګ دی.

شیخ زارع پور وویل د ایران د خیام د سپوږمکۍ د تصویرونو د ترلاسه کولو مرکز په فضايي ادارې کښې د ایران د سپوږمکۍ د تصویرونو د ترلاسه کولو او د مدیریت تر ټولو سمبال او لوی او لومړنی مرکز دی.

هغه له روسیې سره د فضايي ملګرتیاو په هکله هم وویل په فضايي حوزه کښې له روسیې سره ملګرتیا او تعامل دوام لري او ګډ کارونه تعریف شوي دي.

د ایران خیام سپوږمکۍ د روان میلادي کال د اګست د میاشتې په نهمه نیټه په سایوزو سپوږمکۍ وړونکي توغندي سره د قزاقستان له فضايي اډې څخه فضا ته وتوغول شوه.

ایران په تیرو څلویښتو کلونو کښې فضايي ټیکنالوژۍ ته د رسیدا په زمینه کښې پرله پسې او پرمختګ لرونکي ګامونه اخیستي دي.

که څه هم دښمانانو په ډول ډول بایکاټونو سره هڅه کړي ده د ایران د فضايي صنعت په شمول د علمي او د اقتصادي پرمختګونو خنډ شي خو له ټولو دباونو او  محددویتونو سره سره د ایران اسلامي جمهوریت ډول ډول فضايي ټیکنالوژیو ته لاسرسی لرلی دی او هغه باید د اسلامي ایران لپاره ستر بریالیتوب وګڼو.

 

ټیګونه