د عراق له کردستان سیمې ایران ته وسلې قاچاق شوي
المیادین ټیلي ويژن په یوه راپور کښې وویل د بلواو او د ترهګرو اقداماتو لپاره ایران ته وسلې د عراق له کردستان سیمې اکثره قاچاق شوي.
د مهسا امیني د مړینې په پلمه په ایران کښې د وروستیو بلواو رامینځته کیدل یوځل بیا سبب شول چې د ایران د اسلامي جمهوریت خارجي دښمانان له هغو د ایران په کورنیو چار کښې د لاسوهنې او د نورو ډیرو بلواو ته د خلکو د هڅولو لپاره د یوه فرصت په توګه استفاده وکړي.
د ایران د اسلامي جمهوریت چارواکي باوري دي چې په ایران کښې اکثره اوسني وسله وال اقدامات او حملې د عراق له کردستان سیمې سرچینه اخلي او د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران ځواک عسکرو هم په هیواد کښې د بلواو له پیلیدا وروسته په لومړۍ اونۍ کښې د ترهګرو ډلګیو په مرکزونو توغندوي بریدونه وکړل.
د ایران چارواکو ټینګار کړی دی که چیرې د عراق د کردستان سیمې چارواکي او د عراق حکومت د دغو ترهګرو ډلو د بې وسلې کولو لپاره کوم اقدام ونکړي او د عراق پوځيان د ایران او د عراق په سرحدونو او کردستان سیمه کښې دیره نشي نو ایران به د ترهګرو ډلو په مرکزونو او مورچو باندې بریدونه وکړي.