له ترهګرۍ سره د مبارزې په هکله د لویدیځ ادعا دروغ ده
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i123926-له_ترهګرۍ_سره_د_مبارزې_په_هکله_د_لویدیځ_ادعا_دروغ_ده
فارس خبري اژانس وايي د ایران د بهرنیو چارو د وزارت د سیاسي چارو مرستیال علي باقري کني وویل له ترهګرۍ سره مبارزه او له بشري حقوقو ملاتړ د لویدیځو هیوادونو په لیدتوګي کښې اصالت نلري.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 23, 2022 01:15 Asia/Kabul
  • له ترهګرۍ سره د مبارزې په هکله د لویدیځ ادعا دروغ ده

فارس خبري اژانس وايي د ایران د بهرنیو چارو د وزارت د سیاسي چارو مرستیال علي باقري کني وویل له ترهګرۍ سره مبارزه او له بشري حقوقو ملاتړ د لویدیځو هیوادونو په لیدتوګي کښې اصالت نلري.

د ایران د خارجه وزیر د سیاسي چارو مرستیال علي باقري کني په تهران کښې د اسه ان (The Association of Southeast Asian Nations, or ASEAN)د غړیو هیوادونو د سیاسي نمایندګیو له مشرانو او سفیرانو سره په کتنه کښې په دې خبرې سره چې له ترهګرۍ سره مبارزه او له بشري حقوقو ملاتړ د لویدیځو هیوادونو په لیدتوګو کښې اصالت نلري بلکې د هغوې د بهرني سیاست یوه برخه جوړوي وویل هرکله چې د لویدیځو هیوادونو ګټې وغواړي نو د ترهګرۍ ملاتړ کوي او د انسانانو حقوق تر پښو لاندې کوي.

هغه د اسیايي هیوادونو ترمینځ د ملګرتیا ظرفیتونو ته په اشارې سره اسه ان د اقتصادي ملګرتیا د لوړولو لپاره مناسب ظرفیت وباله او ویې ویل اقتصادي ملګرتیاوې سیمه ییز ثبات او سوله سیسټاماټیک کوي او د سیمې د هیوادونو په چارو کښې د پردیو هیوادونو د لاسوهنې زمینه له مینځه وړي.

مالیزیا، انډونیزیا، تايي لینډ ، برونايي، سینګاپور ، میانمار، کامبوډیا، لائوس ، فیلپین، او ویټنام هیوادونه د جنوب ختیځې اسیا سیمې د هیوادونو د اتحادیې اسه ان غړي دی.