د بسیج ورځ دې پر ټولو مبارک شه
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i124066-د_بسیج_ورځ_دې_پر_ټولو_مبارک_شه
د تهران د پښتو خپرونې درست کارکونکي په دې مناسبت د ا یران درست ملت ته مبارکي وائي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 26, 2022 08:36 Asia/Kabul
  • د بسیج ورځ دې پر ټولو مبارک شه

د تهران د پښتو خپرونې درست کارکونکي په دې مناسبت د ا یران درست ملت ته مبارکي وائي.

د ایران د اسلامی جمهوریت د ارواښاد په فرمان دد نومبر په څلورمه نیټه د مستضعفانو بسیجي ځواک جوړ او د ولس له پراخ هرکلي سره  مخ شو.

د ایران د اسلامی انقلاب له بري وروسته او د ایران له ګټو څخه د نړیوال استکبار دلاسونو په غوڅیدا پسې دایران په ضد دښمنانو دسیسې اوفتنې ورځ تر بلې زیاتې شوې .په دغه شان شرائطو کې حضرت امام خمینی د ۱۹۷۹کال دنومبر په څلورمه نیټهد مستضعفینو د بسیجي ځواک د جوړیدا فرمان صادر کړ. دایران ځوانانو  دارواښاد امام د فرمان په آوریدو سره په خود جوشه ډول د ایران په ضد دعراق دتپلي جنګ جبهو ته ووتل  او په اته کلنې مقدسې دفاع کې ئې دخپل ژوند په قربانیولو سره  تازه ا و نوی اسلامی انقلاب ژوندی وساتۀ.

 د اسلامی  انقلاب ستر لارښود حضرت آیت ا... العظمی سید علی خامنه اي بسیج، د ایران دملتد عظمت بیلګه او د هیواد داخلی کارنده ځواک  بللی او ټينګار ئې کړی دی ، بسیج ، د اسلامی انقلاب  او داسلامی  جمهوری نظام  ددوستانو لپاره د امید او اعتماد او د اسلامی نظام د دښمنانو،بدغواړو او کینه لرونکو لپاره  دو یرې او وحشت سبمول دی . د ایران د اسلامی  جمهوری نظام او انقلاب د حرکت د مرکز په توګه په ایران کې  دبسیجي تفکر  بریالیتوب،د سیمې د نورو ملتونو لپاره په بیلګې بدل شوی دی.

په عراق او سورئې کې د ولسی ځواک جوړیدا او له ترهه ګرۍ سره ددغو دواړو هیوادونو  د پوځونو د برخلیک جوړونکو بریالیتوبونو په ترلاسه کولو کې ئې ونډه له بسیجي تفکره اخستل شوې ده.

نن په درست ایران کې   د ولس له مختلفو پرګنو بسیجي ځواک  بیلابیل یونټونه د دستورو په جوړولو سره یو ځل بیا  له اسلامی ایران څخه د هراړخیز دفاع  او د اسلامی جمهوری نظام  د پرمختګ د لارې ددوام لپاره  خپل چمتووالی نندارې ته وړاندې کوي او هم د اسلامی انقلاب له آئيډیالونو سره بیعت نوی کوي