د بسیج ورځ دې پر ټولو مبارک شه
د تهران د پښتو خپرونې درست کارکونکي په دې مناسبت د ا یران درست ملت ته مبارکي وائي.
د ایران د اسلامی جمهوریت د ارواښاد په فرمان دد نومبر په څلورمه نیټه د مستضعفانو بسیجي ځواک جوړ او د ولس له پراخ هرکلي سره مخ شو.
د ایران د اسلامی انقلاب له بري وروسته او د ایران له ګټو څخه د نړیوال استکبار دلاسونو په غوڅیدا پسې دایران په ضد دښمنانو دسیسې اوفتنې ورځ تر بلې زیاتې شوې .په دغه شان شرائطو کې حضرت امام خمینی د ۱۹۷۹کال دنومبر په څلورمه نیټهد مستضعفینو د بسیجي ځواک د جوړیدا فرمان صادر کړ. دایران ځوانانو دارواښاد امام د فرمان په آوریدو سره په خود جوشه ډول د ایران په ضد دعراق دتپلي جنګ جبهو ته ووتل او په اته کلنې مقدسې دفاع کې ئې دخپل ژوند په قربانیولو سره تازه ا و نوی اسلامی انقلاب ژوندی وساتۀ.
د اسلامی انقلاب ستر لارښود حضرت آیت ا... العظمی سید علی خامنه اي بسیج، د ایران دملتد عظمت بیلګه او د هیواد داخلی کارنده ځواک بللی او ټينګار ئې کړی دی ، بسیج ، د اسلامی انقلاب او داسلامی جمهوری نظام ددوستانو لپاره د امید او اعتماد او د اسلامی نظام د دښمنانو،بدغواړو او کینه لرونکو لپاره دو یرې او وحشت سبمول دی . د ایران د اسلامی جمهوری نظام او انقلاب د حرکت د مرکز په توګه په ایران کې دبسیجي تفکر بریالیتوب،د سیمې د نورو ملتونو لپاره په بیلګې بدل شوی دی.
په عراق او سورئې کې د ولسی ځواک جوړیدا او له ترهه ګرۍ سره ددغو دواړو هیوادونو د پوځونو د برخلیک جوړونکو بریالیتوبونو په ترلاسه کولو کې ئې ونډه له بسیجي تفکره اخستل شوې ده.
نن په درست ایران کې د ولس له مختلفو پرګنو بسیجي ځواک بیلابیل یونټونه د دستورو په جوړولو سره یو ځل بیا له اسلامی ایران څخه د هراړخیز دفاع او د اسلامی جمهوری نظام د پرمختګ د لارې ددوام لپاره خپل چمتووالی نندارې ته وړاندې کوي او هم د اسلامی انقلاب له آئيډیالونو سره بیعت نوی کوي