Dec 01, 2022 15:55 Asia/Kabul

د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر ټینګار وکړ،امریکایان دې پوهه شي چې دخلکو په زړونو کې به هیڅ ځاي ونه لري،ځکه چې په ایرانیانو کې دمقاومت ،سرښیندنې  فرهنګ سسټماټيک شوی دی.

زمونږخبریال راپور راکړد ایران د کردستان ولایت د سنندج   چاڼځای ته د آزادډيم  داوبو د منتقلولو د سسټم افتتاح، له خلکو سره کتنه  او  دکردستان ولایت له روحانیونو او شخصیّتونو سره  ناسته، کردتسان ولایت ته د ایران د اسلامی جمهوریت د ولسمشر دیوه ورځني سفر تر ټولو مهم پروګرامونه دي.

د اسلامی ایران ولسمشر نن دسنندج په آزادۍ  هال کې  دکردستان ولایت د خلکو  د مختلفو پرګنو په ټول  کې  ووئیل، په کردستان کې د ولس د مجاهدت او مقاومت شاهدان یوو، د  اسلامی انقلاب ضد ډلګیو او معاندینو په مقابل کې  ددغه ولایت د خلکو  مقاومت او کلکه دریدا مثال ورکونکې ده،لکه څنګه چې د  اسلامی انقلاب له هماغه پیله تردې دمه  داسلامی انقلاب ضده ډلګیو خام خوبونه لیدل او  ولس دوي ناامیده کړل .

 ایران پریس خبری آژانس راپور ور کړ،  ابراهیم ریئسي پخپلې وینا کې ووئيل په تیرو څو میاشتو کې ددښمنانو د خیانت کونکي کړچار په کارخانې کې یوه بله محاسباتي تیروتنه هم ثبت شوه. هغه همداراز ووظیل، کلونه کلونه کیږي، په کردستان کې اهل تشیع او اهل تسنن  د یوه بل ترڅنګ ژوند کوي او دښمنانو ته اجازت نه ورکوي، څو څو په دغې سیمې اَسونه وزغلوي. ابراهیم ریسي روښانه کړه،له ځانه دتیریدا او سرښیندنې روحیه چې ددغې سیمې په خلکو او پولیسو کې موجوده ده پر دښمنانو ئې ددسیسه ګرۍ لارې بندې کړي دي.

 د اسلامی ایران ولسمشر  زیاته کړې،دکردستان  نوي نسل دخپلو میئندو او پلارانو په شان دښمنان ناکاموي او ددغې سیمې د پراختیا او پرمختګ لپاره به  لوړ ګامونه پورته کړي.

 

ټیګونه