ایټالوي ډیپلوماټ: امریکا د نړۍ په بدلونونو باندې په پوهیدو کښې ستونزه لري
پارس ټوډی – د Middle East Eye مجلې د یو اروپايي ډیپلومات له قوله ټینګار کړی: امریکا د نړۍ له واقعیتونو سره خپله اړیکه له لاسه ورکړې ده او د امریکا استخباراتي ادارې د نړۍ د حالاتو په اړه مسخره دلیلونه لري.
مارکو کورنیلوس چې (د منځني ختیځ د سولې پروسې د همغږۍ لپاره د ایټالیا پخوانی ډیپلومات / د حکومت ځانګړی استازی او په عراق کې د ایټالیا سفیر دی) د میډل ایسټ آيي لخوا په خپره شوې شننه کښې لیکي:
د امریکا د استخباراتو ټولنې په دې وروستیو کې د ګواښونو کلنۍ ارزونه خپره کړه، چې پر نړیوالو ګواښونو تمرکز کوي. دا سند د CIA، د ملي امنیت ادارې، د تحقیقاتو فیډرل ادارې او نورو ادارو ډله ایز تحلیلونه او شننې منعکس کوي.
د امریکې د اطلاعاتي ټولنې د سند په یوه برخه کښې راغلې دي:
"په راتلونکي کال کې، متحده ایالات په زیاتیدونکي توګه د نړۍ له کمزوري نظم سره چې د سترو قدرتونو تر منځ د ستراتیژیکو سیالیو د چټکتیا، د ډیرو سختو او غیر اټکل وړ نړیوالو ننګونو، او په پراخو پایلو سره د ګڼو سیمه ایزو نښتو سره به مخامخ شي. هغه په دوام کښې وايي: "مترقي البته اندیښمن چین، دښمني کونکې روسیه، ځینې سیمه ایز قدرتونه لکه ایران او نور پیاوړي غیر دولتي لوبغاړي د نړیوال سیسټم اوږدمهاله مقررات او د امریکا لومړیتوب ننګوي."
په دغه سند کښې ایران، روسیه او چین د نړیوال نظم د ننګولو لوپاره د شرور هیوادونو په توګه بیان شوي دي.
خو دا ډول شننه هیڅ حیرانونکې نه ده ځکه چې د امریکې د سیاست شعار د ډیرو کلونو لپاره دی. ستونزه دلته ده چې معلومه نه ده چې رپورټ کومو قواعدو ته اشاره کوي.
Carnelos, Marco. 2024. Washington has lost touch with reality. If it doesn't adapt, the world will pay. Middle East Eye.