د ایران او قطر خارجه وزیرانو د نظر تبادله وکړه
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i124308-د_ایران_او_قطر_خارجه_وزیرانو_د_نظر_تبادله_وکړه
د ایران او قطر د بهرنیو چارو وزیرانو د ټیلیفون پر مټ د روان ۲۰۲۲ کال د فټبال د نړیوال کپ د ترسره کیدو په هکله خبرې اترې وکړې
(last modified 2023-10-01T04:20:45+00:00 )
Dec 02, 2022 04:02 Asia/Kabul
  • د ایران او قطر خارجه وزیرانو د نظر تبادله وکړه

د ایران او قطر د بهرنیو چارو وزیرانو د ټیلیفون پر مټ د روان ۲۰۲۲ کال د فټبال د نړیوال کپ د ترسره کیدو په هکله خبرې اترې وکړې

حسین امیر عبداللهیان او شیخ محمد بن عبدالرحمن آل ثاني پرون په ټیلیفوني خبرواترو کښې د دواړو هیوادونو په اړیکو کښې د بدلونونو په تیره بیا د ایران او قطر د جګ پوړو چارواکو له متقابلې کتنې او د نړیوال جام د سیالیو له کامیاب کوربه توب نه په وروسته پړاؤ کښې د اړیکو په هکله د نظر تبادله وکړه.

امیر عبداللهیان په دغو خبرواترو کښې په یادو سیالیو کښې د ایران د ملي ټیم د پلویانو او د سپورټ د مینه والو د شتون په لړ کښې د قطر د حکومت د ملګرتیا قدرونه او مننه وکړه.

په دغو خبرواترو کښې د قطر خارجه وزیر هم د ایران د اسلامي جمهوریت جګ پوړو چارواکو ته د قطرد امیر د متقابل سلام په رسولو سره د قطر په ورلډ کپ کښې د ایران د ملي ټیم د سیالۍ ستاینه وکړه.