د اسرائیلو رژیم لپاره د خطر ټلۍ وهل شوي ده
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i124330-د_اسرائیلو_رژیم_لپاره_د_خطر_ټلۍ_وهل_شوي_ده
زمونږ خبریال وايي د ایران د خارجه وزارت ویاند ناصر کنعاني چافي وویل: د صهیونیسټ رژيم او د هغه د ملاتړو لپاره د خطرې ټلۍ کړنګیدلي ده.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 02, 2022 11:57 Asia/Kabul
  • د اسرائیلو رژیم لپاره د خطر ټلۍ وهل شوي ده

زمونږ خبریال وايي د ایران د خارجه وزارت ویاند ناصر کنعاني چافي وویل: د صهیونیسټ رژيم او د هغه د ملاتړو لپاره د خطرې ټلۍ کړنګیدلي ده.

هغه نن وویل د صهیونیسټ رژیم او د هغه  د ملاتړو لپاره د خطرې ټلۍ کړنګیدلي ده؛ په اسرائیلو کښې داخلي سیاسي او امنیتي کړکیچ، د فلسطین له غزې تړانګې څخه لویدیځې غاړې او د نولس سوه اته څلویښتم میلادي کال نیواکي ټاټوبو ته د نیواکګرۍ ضد د مقاومت خپریدا، د اسرائیلو له رژیمه د نفرت نړیوالیدل چې اړخونه یې په قطر کښې د فټبال د نړیوالو سیالیو په څنګ کښې لیدل کیږي،  د غمیزې او د نکبت د ورځې په توګه د اسرائیلو د جوړیدا د ورځې په معرفي کولو کښې د ملګروملتونو د عمومي ټولنې د پریکړه لیک تصویبیدل....

د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند ناصر کنعاني چافي وویل له ایران څخه د هیوادونو او د خلکو په ویرولو باندې د صهیونیسټي اپارتائډ رژیم او د هغه د ملاتړو تمرکز کول د فلسطین له مسلې د خلکو د پام د اړولو لپاره ناوړه او ناکامه هڅه  او د مرګ په حال کښې اسرائیلو ته د مصنوعي سا ورکول دي.

هغه وویل له ګڼ شمیر حکومتونو سره د سازباز کولو لپاره د امریکا په ملاتړ سره د اسرائیلو رژیم هڅه به ددغه رژيم او د هغه د ناروا ماهیت په هکله د نړۍ د ملتونو د نفرت په کمولو کښې هیڅ اغیز ونلري  او د نړیوال جام او کپ حقیقي بریالی د فلسطین ملت دی او ماتي خوړلی رژیم صهیونیسټ رژيم دی.