د اسرائیلو رژیم لپاره د خطر ټلۍ وهل شوي ده
زمونږ خبریال وايي د ایران د خارجه وزارت ویاند ناصر کنعاني چافي وویل: د صهیونیسټ رژيم او د هغه د ملاتړو لپاره د خطرې ټلۍ کړنګیدلي ده.
هغه نن وویل د صهیونیسټ رژیم او د هغه د ملاتړو لپاره د خطرې ټلۍ کړنګیدلي ده؛ په اسرائیلو کښې داخلي سیاسي او امنیتي کړکیچ، د فلسطین له غزې تړانګې څخه لویدیځې غاړې او د نولس سوه اته څلویښتم میلادي کال نیواکي ټاټوبو ته د نیواکګرۍ ضد د مقاومت خپریدا، د اسرائیلو له رژیمه د نفرت نړیوالیدل چې اړخونه یې په قطر کښې د فټبال د نړیوالو سیالیو په څنګ کښې لیدل کیږي، د غمیزې او د نکبت د ورځې په توګه د اسرائیلو د جوړیدا د ورځې په معرفي کولو کښې د ملګروملتونو د عمومي ټولنې د پریکړه لیک تصویبیدل....
د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند ناصر کنعاني چافي وویل له ایران څخه د هیوادونو او د خلکو په ویرولو باندې د صهیونیسټي اپارتائډ رژیم او د هغه د ملاتړو تمرکز کول د فلسطین له مسلې د خلکو د پام د اړولو لپاره ناوړه او ناکامه هڅه او د مرګ په حال کښې اسرائیلو ته د مصنوعي سا ورکول دي.
هغه وویل له ګڼ شمیر حکومتونو سره د سازباز کولو لپاره د امریکا په ملاتړ سره د اسرائیلو رژیم هڅه به ددغه رژيم او د هغه د ناروا ماهیت په هکله د نړۍ د ملتونو د نفرت په کمولو کښې هیڅ اغیز ونلري او د نړیوال جام او کپ حقیقي بریالی د فلسطین ملت دی او ماتي خوړلی رژیم صهیونیسټ رژيم دی.