نوي کړکیچونه باید له افغان کډوالو د غفلت سبب نشي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i124342-نوي_کړکیچونه_باید_له_افغان_کډوالو_د_غفلت_سبب_نشي
ایرنا خبري اژانس وايي په جینیوا کښې په ملګروملتونو کښې د ایران د اسلامي جمهوریت دائمي استازي او سفیر علي بحریني وویل: نوي بشري کړکیچونه باید په ایران کښې د افغانستان د مهاجرانو له مشکلاتو د غفلت سبب نشي.
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Dec 03, 2022 04:33 Asia/Kabul
  • نوي کړکیچونه باید له افغان  کډوالو د غفلت سبب نشي

ایرنا خبري اژانس وايي په جینیوا کښې په ملګروملتونو کښې د ایران د اسلامي جمهوریت دائمي استازي او سفیر علي بحریني وویل: نوي بشري کړکیچونه باید په ایران کښې د افغانستان د مهاجرانو له مشکلاتو د غفلت سبب نشي.

د ایران اسلامي جمهوریت څه د پاسه څلویښت کاله کیږي چې د افغانستان د مهاجرینو کوربه دی او همدا اوس کابو پینځه میلیونه افغانان په ایران کښې ژوند کوي او د ایران د ښاریزو په شان په ایران اسلامي جمهوریت  کښې له موجودو امکاناتو څخه برخور دي.

په جینیوا کښې په ملګروملتونو کښې د ایران د اسلامي جمهوریت دائمي استازي او سفیر علي بحریني پرون د مهاجرت د نړیوالې موسسې د شورا په غونډې کښې وویل په افغانستان کښې اوسنی حالت په ښه ډول ښي چې  د ځینو شتمنو هیوادونو لافې وهلو او د هغوې پوځي لاسوهنو د مبدا او ټرانزیټ هیوادونو او کوربه ټولنو کښې د مهاجرینو ژوند له جدي خطرونو سره مخامخ کړی دی.

علي بحریني ناوړه بشري حالت ته د پام د نه کولو په دلیل په نړیوالو موسسو باندې نیوکې سره چې له ډیرو کلونو راهسې ښه نه دی شوی وویل د ایران اسلامي جمهوریت په تیرو څلویښتو کلونو کښې د امریکا او د اروپايي هیوادونو له یواړخیزه غیرقانوني بایکاټونو سره سره د افغانستان کډوالو ته د خدماتو د وړاندې کولو لپاره هر ډول اقدامات ترسره کړي دي.

د افغانستان څه د پاسه اوه لکه  زده کونکي د ایران په ښوونځیو کښې زده کړې کوي چې درې لکه اتیا زره کسان یې هیڅ مدرکونه نلري خو بیا هم په ایران کښې وسیږي.