نړیوال استکبار له اسلامي انقلاب سره د مقابلې توان نلري
فارس خبري اژانس وايي د ایران د اسلامي انقلاب په سپاه پاسداران ځواک کښې د ولي فقیه استازي حجت الاسلام عبدالله حاجي صادقي وویل نړیوال استکبار د ایران له اسلامي انقلاب سره له مقابلې کولو ناهیلی شوی او په همدې خاطر یې ړندو حرکتونو او بزدلانه ټرورونو ته مخه کړي ده.
هغه پرون د ایران د دفاعي او اټومي ساینس پوه شهید محسن فخري زاده د شهادت د دوهمې کلیزې په مراسمو کښې وویل دغه لوړ مقام شهید د علم او د پوهې د قدرت په څنګ کښې د ایمان قدرت ترلاسه کړ او په همدې وجه د ایران د ځوانانو لپاره یوه بیلګه ده.
حجت الاسلام حاجي صادقي په دې خبرې سره چې شهید فخري زاده د علم او د اټومي پوهې په څنګ کښې خپلو شاګردانو ته د مقاومت او د سرشیندنې کلتور انتقال کړ وویل شهید فخري زاده علم د دین په خدمت کښې وروست او د علم او د تخصص د ترلاسه کولو په لاره کښې یې دښمن ډیر غصه کړ تر دې چې دښمن نور د هغه( فخري زاده) د زغملو توان نه درلود.
د ایران د اسلامي انقلاب په سپاه پاسداران ځواک کښې د ولي فقیه استازي حجت الاسلام عبدالله حاجي صادقي په دې خبرې سره چې اسلامي انقلاب درې څلویښت کاله ډول ډول ټیټې هسکې لیدلي دي ټینګار وکړ د علم په قدرت او د ایمان په قدرت سره به زر نړیوال استکبار له مینځه لاړ شي.
د ایران د اټومي ساینس پوه شهید فخري زاده د شهادت د دوهمې کلیزې مراسم په تجریش کښې د حضرت امامزاده صالح بن موسي علیه السلام په سپیڅلي حرم کښې د ایران د حکومتي او د پوځي چارواکو په ګډون سره پرون ترسره شول.