نړیوال استکبار له اسلامي انقلاب سره د مقابلې توان نلري
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i124346-نړیوال_استکبار_له_اسلامي_انقلاب_سره_د_مقابلې_توان_نلري
فارس خبري اژانس وايي د ایران د اسلامي انقلاب په سپاه پاسداران ځواک کښې د ولي فقیه استازي حجت الاسلام عبدالله حاجي صادقي وویل نړیوال استکبار د ایران له اسلامي انقلاب سره له مقابلې کولو ناهیلی شوی او په همدې خاطر یې ړندو حرکتونو او بزدلانه ټرورونو ته مخه کړي ده.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 03, 2022 01:22 Asia/Kabul
  • نړیوال استکبار له اسلامي انقلاب سره د مقابلې توان نلري

فارس خبري اژانس وايي د ایران د اسلامي انقلاب په سپاه پاسداران ځواک کښې د ولي فقیه استازي حجت الاسلام عبدالله حاجي صادقي وویل نړیوال استکبار د ایران له اسلامي انقلاب سره له مقابلې کولو ناهیلی شوی او په همدې خاطر یې ړندو حرکتونو او بزدلانه ټرورونو ته مخه کړي ده.

هغه پرون د ایران د دفاعي او اټومي ساینس پوه شهید محسن فخري زاده د شهادت د دوهمې کلیزې په مراسمو کښې وویل دغه لوړ مقام شهید د علم او د پوهې د قدرت په څنګ کښې د ایمان قدرت ترلاسه کړ  او په همدې وجه د ایران د ځوانانو لپاره یوه بیلګه ده.

حجت الاسلام حاجي صادقي په دې خبرې سره چې شهید فخري زاده د علم او د اټومي پوهې په څنګ کښې خپلو شاګردانو ته د مقاومت او د سرشیندنې کلتور انتقال کړ وویل شهید فخري زاده علم د دین په خدمت کښې وروست او د  علم او د تخصص د ترلاسه کولو په لاره کښې یې دښمن ډیر غصه کړ تر دې چې دښمن نور د هغه( فخري زاده) د زغملو توان نه درلود.

د ایران د اسلامي انقلاب په سپاه پاسداران ځواک کښې د ولي فقیه استازي حجت الاسلام عبدالله حاجي صادقي په دې خبرې سره چې اسلامي انقلاب درې څلویښت کاله ډول ډول ټیټې هسکې لیدلي دي  ټینګار وکړ د علم په قدرت او د ایمان په قدرت سره به زر نړیوال استکبار له مینځه لاړ شي.

د ایران د اټومي ساینس پوه شهید فخري زاده د شهادت د دوهمې کلیزې مراسم په تجریش کښې د حضرت امامزاده صالح بن موسي علیه السلام په سپیڅلي حرم کښې د ایران د حکومتي او د پوځي چارواکو په ګډون سره پرون ترسره شول.