د ایران او نړیوالو ورځپاڼو ته کتنه:-
د تهران راډیو د اینټرنیټ پاڼې قدرمنو لوستونکو اوس به د ایران او نړیوالو ورځپاڼو ته کتنه وکړو هیله ده چې د لوستلو فرصت یې ولرئ.
نن به لومړۍ د تهران چاپ کیهان ورځپانه ولولو چې مهم خبرونه یې څه دي.
()
ملګروملتونو وویل د طالبانو لخوا د نشه ییزو موادو په تولید باندې د بندیز له اعلان سره سره په افغانستان کښې د نشه ییزو موادو تولید هماغه راز دوام لري او دغه هیواد په نړۍ کښې د افیمو د تولیدولو لومړی مقام لري.
ملګرو ملتونو ویلي دي چې حاضردمه افغانستان د نړۍ پینځه اتیا فیصده افیم تولیدوي.
ډله ییزې ورانکارۍ چې البته تراوسه یې جزیات په کامل ډول نه دي معلوم شوي د امریکا د نارت کارولینا(North Carolina) ایالت د پینځه څلویښت زره خلکو بریښنا غوڅه کړي ده او د خلکو ورځنیز ژوند یې له ستونزو سره مخ کړی.
د امریکا چارواکي وايي دا یوه عادي پيښه نه ده او یوشمیر کسانو په قصدي ډول دغه ورانکارۍ کړي ده.
روسیې ته د امنیتي تضمینونو د ورکولو لپاره د فرانسې د ولسمشر امانوئل ماکرون وړاندیز په اوکراین او په بالټیک سیمه کښې د اوکراین د متحدانو لخوا د پاریس پرضد د نیوکو لړۍ رامینځته کړي ده.
دا په داسې حال کښې دي چې د اروپا سخت ژمي پیلیدا ته کابو څوارلس ورځې پاتې دي او خلک د انرژۍ له ډیر کمښت سره مخامخ دي.
په داسې حال کښې چې د فلسطین حماس غورځنګ د اسرائیلو د اپارتائیډ رژیم له مشر سره د بحرین د باچا حمد کتنه شرمونکي بللي ده عبري ژبې رسنیو وویل د صهیونیسټ رژیم مشر اسحاق هرتزوګ په دغه کتنې کښې یوه ځانګړي یهودي ډالۍ د بحرین باچا ته ورکړي ده.
د اسرائیلو د منفور رژیم مشر اسحاق هرتزوګ په تیرې یکشنبې ورځ د بحرین د خلکو له څو ورځې اعتراضونو سره سره منامې ته ورسید چې د بحرین له خلکو سره د ال خلیفه رژیم اختلاف او د اسرائیلو د اپارتاییډ رژیم نه منل کیدا له مخکې څخه زیات ښکاره کړي.
د فلسطین د مقاومت ځواکونو د عملیاتو په دوام سره د صهیونیسټ رژیم پوځ د خپلو احتیاطي ځواکونو وربللو ته مجبوره شو او اسرائیلو د لویدیځې غاړې په نیواکي ښارګیو کښې د پوځ یو نوی کنډک جوړ کړی دی.
د جرمني پولیس په اینټرنیټ پاڼو باندې له دروغو د ډکو خبرونو د خپرولو ، د نفرت د رامینځته کولو او د اوازو له خپرولو سره د مقابلې لپاره خلاف ورزي کونکي کسان وپيژندل او په څوارلسو ایالتونو کښې یې د کسانو د نیولو لپاره د خلکو په کورونو چاپې ووهلې.
ښاغلی فوکیو کیشیدا د جاپان تر ټولو منفور لومړی وزیر دی او یوازې شپږ(۶) فیصده خلک د هغه ملاتړ کوي.
د جاپان د «ټي بي ایس »ټیلي ويژن لخوا د ترسره شوي نظر سنجې پراساس د دغه هیواد یوازې شپږ فیصده خلک باوري دي چې لومړی وزیر فومیو کیشیدا د لومړي وزارت لپاره مناسب دی.
رویټرز خبري اژانس په یوه راپور کښې دې ته په اشارې سره چې د سعودي عربستان ولیعهد محمد بن سلمان روانه اونۍ د چین د ولسمشر« شي جین پینګ» کوربه دی له لویدیځ څخه ختیځ ته د ال سعود د ولیعهد څرخیدل خطرناک وبلل او ویې ویل دغه څرخیدل په عربستان کښې سیاسي اختلافات زیاتولی شي.
()
د تهران راډیو ګرانو لوستونکو اوس به د اطلاعات ورځپاڼې مهم سرټکي له تاسو سره شریک کړو.
د افغانستان په چارو کښې د ایران د ولسمشر ځانګړي استازي «حسن کاظمي قمي» د قومي او د مذهبي جنګونو د رامینځته کولو لپاره د امریکا د هڅې په هکله وویل امریکا کوشش کوي د افغانستان د طالبانو او د ایران ترمینځ د تاوتریخوالي او د بې اعتمادۍ فضا رامینځته کړي.
هغه له اقتصادي اړیکو د سرحدونو د امنیت لپاره تر ملګرتیا پورې د ایران او د افغانستان د اړیکو په موضوع سره په یوه پروګرام کښې د اسلامي انقلاب له بریالیتوب وروسته د امریکا د ماتیو په هکله وویل کبرجنه امریکا د ملتونو په ګټو پسې نه ده.
د ایران د خارجه وزارت ویاند ناصر کنعاني چافي وویل مونږ د اټومي تړون نتیجې ته د رسولو هڅه کوو خو تر دباو او ګواښ لاندې به امتیاز ورنکړو.
د عراق لومړي وزیر محمد شیاع السوډاني په یوه اقدام کښې چې هغه د امنیتي او د پوځي بدنې پاکول بللی شو د وسله والو ځواکونو ګڼ شمیر لوړرتبه افسران او قومندانان له خپلو څوکیو څخه لیرې کړل او پرځاې نور کسان وګمارل.
د تیونس د ملي ژغورنې جبهې چې د هیواد د حکومت ترټولو مهمه مخالفه ډله ده په یوې بیانیې کښې له خلکو وغوښتل چې د ولسمشر قیس سعید پرضد په پراخو مظاهرو کښې ګډون وکړي.
د فلسطین د جهاد اسلامي غورځنګ ویاند «طارق سلمی »ټینګار وکړ چې بحرین ته د صهیونیسټ رژیم د مشر اسحاق هرتزوګ سفر د اسلامي او د عربي هیوادونو د لومړۍ مسلې سپکاوی دی.
هغه بحرین ته د صهیونیسټ رژیم د مشر اسحاق هرتزوګ سفر وغاند او هغه یې د فلسطین په ملت باندې د چاړې ګوزار او د عربو او د مسلمانو هیوادونو د لومړۍ موضوع سپکاوی وګاڼه.
د یمن انصار الله غورځنګ ته اړونده د وسله والو ځواکونو ویاند یحیی سریع وویل نن سبا کولای شو د دښمن لخوا هرې حملې ته په څو توغندیو او بې پایلوټه الوتکو سره ځواب ورکړو او زیاته یې کړه مونږ د سعودي عربستان د ائتلاف په مقابل کښې ستر دفاعي قدرت ته رسیدلي یوو.
د متحده عربي اماراتو مشر محمد بن زاید په یوه رسمي سفر کښې او د تاوتریخوالو له ختمیدا وروسته د لومړي ځل لپاره د قطر پلازمینې دوحې ته ورسید.
د قطر امیر« تمیم بن حمد ال ثاني» په هوايي ډګر کښې د متحده عربي اماراتو د مشر محمد بن زاید هرکلی وکړ.
لویدیځو رسنیو وویل چې د روسیې په لویدیځ کښې په دوو پوځي هوايي ډګرونو کښې ویرونکي چاودنې شوي او ادعا شوي ده چې درې کسان پکښې مړه شوي او څور نور ژوبل شوي دي.
په دغو هوايي ډګرونو کښې د روسیې ټي پینځه نوي(T-95) ډوله سټراټیژیکي جنګي الوتکې دیره دي.
د عراق د سرحدي ځواکونو دوې(۲) لیواوې په کاملو پوځي تجهیزاتو سره له ایران او ترکیې سره د عراق د کردستان سیمې په ګډو سرحدونو کښې د دغو سیمو د امنیت د تامینولو لپاره دیره شوې.
د هغه موافقې پراساس چې څه موده مخکې د عراق د لومړي وزیر محمد شیاع السوډاني او د عراق د کردستان سیمې د مشر نیچروان بارزاني ترمینځ لاسلیک شوه د دغو سرحدونو په کامل ډول کنټرول به د عراق د فیډرال حکومت د ځواکونو په لاس کښې وي او کرد پیشمرګه ځواکونه به له حکومتي عسکرو سره ملګرتیا کوي.
()
د تهران راډیو ګرانو دوستانو اوس به د ځینو بهرنیو ورځپاڼو مهم سرټکي له تاسو سره شریک کړو.
()
یو شمېر لوېدیځو ورځپاڼو د داعش ډلې له لوري په کابل کې د پاکستان پر سفارت د برید د مسوولیت منلو او د طالبانو له لوري په دې تړاو د یوه کس د نیولو په اړه لیکنې خپرې کړي دي.
()
د بریتانیا ډیلي مېل(Daily Mail) ورځپاڼې په دې اړه د طالبانو د حکومت د ویاند ذبیح الله مجاهد ټویټ ته اشاره کړې چې لیکلي یې دي، دوی د پاکستان پر سفارت د حملې عامل نیولی دی، خو داعش بیا ویلي چې په دې برید کې د دوی دوو کسانو لاس درلود.
()
د راسټوري په نوم خپرونې بیا د افغان ښځو او نجونو پر زیاتېدونکو ستونزو لیکنه خپره کړې ده.
د دې لیکنې سرلیک دی: "هغه کال چې طالبان په کې د نجونو د تعلیم پر ضد جنګ پراخوي."
را سټوري د افغانستان په کندوز کې د یوه بازار عکس خپور کړې او ورلاندې یې لیکلي چې د کندوز په دې مارکېټ کې ښځې سودا اخلي.
په دوام کې راغلي، له کله چې تېر کال طالبان بیا واک ته رسېدلي، د افغان ښځو او نجونو په ژوند کې یې محدویتونه زیات کړي دي او د ډېرو په نظر افغان نجونو ته تر ټولو بد ګوزار هغه وخت ورکړل شو چې طالبانو له شپږم ټولګي پورته نجونو زده کړې وځنډولې او د نجونو راتلونکی له نامعلوم برخلیک سره مخامخ شو.
را سټوري لیکي، د طالبانو له بندیزونو سره سره ډېرې میندې او پلرونه او ښوونکي حاضرې نه دي چې تسلیمې شي، هغوې د نجونو د زده کړو لپاره د نورو لارو په لټه کې دي.
خپرونه د «زهره وفا» په نوم د یوې ښځې کیسه کوي او لیکي، کله چې هغې ته د خپلې لور ښوونځی ور په یادېږي، له خپګانه یې غونی ځیږ شي.
«زهرې وفا» ته هغه ورځې ورپه زړه کېږي چې دې او خاوند یې یوازې وچه ډوډۍ خوړه چې د خپلو لوڼو د زده کړو خرڅ برابر کړای شي ځکه چې دوی ته د خپلو لوڼو راتلونکې تر دې ډېره ارزښتناکه وه.
خو اوس چې د طالبانو تر واک لاندې نویو واقعیتونو ته ګوري دا فکر یې ذهن ته ورګرځي چې ممکن هر څه بې فایدې و.
را سټوري د طالبانو په قول لیکي چې نه غواړي د نويیمې لسیزې په شان سرزوري اقدامات وکړي، خو عملاً طالبان د ۲۰۲۱ په اګسټ کې له واک ته رسېدو راوروسته هره میاشت یو نوی حکم جاري کوي او په تدریج او سوکه سوکه ډول بندیزونه ډېروي.
تېره میاشت د طالبانو د امربالمعروف وزارت امر وکړ چې ښځې دې پارکونو او تفرېح ځایونو ته نه ځي، له دې لا څو ورځې نه وې تېرې چې اعلان یې وکړ ښځې دې سپورټي ځایونو او حمامونو ته نه ځي. سره له دې چې د ښځو سپورټي ځایونه او حمامونه له سړو بېل دي.
()
د تهران راډیو خواږو لوستونکو ورځپاڼو ته کتنه پاې ته ورسیده نور له تاسو اجازه غواړو خوشحاله وسئ