د هندوستان سفیر:
ایران د شمال – جنوب د کرېدور اصلي اړم دی
په ایران کې د هند سفیر د دې په بیانولو چي ایران د شمال – جنوب د کریدور اصلي اړم دی، وویل: د هندوستان لومړي وزیر د مرکزي اسیا له هیوادونو غوښتنه کړې چي د چابهار بندر د پټانشیل په کارولو کې همکاري وکړي.
د چابهار په بندر کې د پانګونې لپاره د ایران او هند تر مینځ موافقه په ۲۰۱۶ میلادی کال کې لاسلیک شوه، د دې موافقې له مخې د هندوستان دولت ژمنه وکړه چي د چابهار بندر بېخ بناوې برابرې کړي.
د چابهار بندر چي د عمان د سمندر په څنډه کې واقع شوی دی، د هند د بحیرې، فارس خلیج، غرب، مرکزي اسیا، قفقاز او اروپا تر مینځ تر ټولو لنډه او ډآډمنه لاره برابروي. د هند دولت د چابهار له نړیوال کرېدور څخه کار اخلي څو بمبئي له مسکو سره وصل کړي.
په تهران کې د هندوستان سفیر (ګدام دارمندرا) ویلي: د شمال – جنوب نړیوال کرېدور د ایران – هند د اړیکو مهمه برخه ده چي دواړو هیوادونو ته له زیات ارزښت نه برخمن دی او دغه کرېدور له ګاونډیو سره، د هندوستان لپاره د اړیکو د پراختیا زمینه برابره کړې ده.
اوس مهال اکثره ټرانزیټ د شمال او جنوب تر مینځ د سوئز د کانال له لارې تر سره کیږي چي ۱۶ زره کیلومټره لیري والې لري، خو د چابهار له لارې د شمال او جنوب تر مینځ ټرانزیټ په کم لګښت تر سره کېدایشي او واټن ۷ زرو کیلومټرو ته راکموي.