اسلامي ایران د خبرو اترو میز نه پریږدي
ایران پریس خبري اژانس وايي د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان په بوسنیا و هرزیګوینیا کښې له دیره ایرانیانو سره په کتنه کښې په دې خبرې باندې ټینګار سره چې د خبرو اترو له میز څخه به لاړ نشو وویل ژمن یوو چې د بایکاټونو د لغو کیدا لپاره له مقابلو لورو سره د خبرو اترو له لارې اقدام وکړو.
حسین امیر عبداللهیان پرون په دغه غونډې کښې په بوسنیا هرزیګوینیا کښې له دیره ایرانیانو سره په کتنې د خوشحالۍ په څرګندولو او په دغه هیواد کښې د ایران د پخواني سفیر له کړچار په مننې سره وویل د ایران اسلامي جمهوریت د هیواد د پرمختګ د پراختیا او د ودې په حوزه کښې په پایداره اقتصادي پراختیا تمرکز لري او دا دقیقا هماغه ټکی دی چې د هغه لپاره باید زیاته هڅه وکړو.
د ایران خارجه وزیر حسین امیر عبداللهیان د تهران پرضد اوږدو بایکاټونو ته په اشارې سره وویل دښمانانو د تیرو څلویښتو کلونو په بایکاټونو کښې په لومړۍ درجې کښې یوشمیر بندیزونه ولګول د دې لپاره چې د ایران دفاعي توان پیاوړی نشي خو دقیقا په هماغه وخت کښې د ایران اسلامي جمهوریت وتوانید تر ټولو زیاتې بریاوې لاس ته راوړي.
هغه وویل دښمن هڅه کوله چې د ایران د اسلامي جمهوریت سوله ییزه اټومي حوزه له مداره خارجه شي خو نن سبا مو په دې برخه کښې دومره پرمختګ کړی دی چې د سرطان ناروغۍ د کنټرولولو د زمینې په شمول په طبي حوزه کښې نه یوازې د درملو ستر تولیدونکی یوو بلکې په دې زمینه او نورو ډیرو زمینو کښې د درملو صادرونکي هم یوو.
د ایران خارجه وزیر وویل مونږ به د خبرو اترو میز پرې نه ږدو او د خبرو اترو په میز باندې چمتو نه یوو چې یو امتیاز ترلاسه کړو او لس امتیازونه ورکړو.