د لیندۍ د میاشتې شپاړسمه نیټه د محصیلینو ورځ ده
Dec 07, 2022 02:41 Asia/Kabul
ایران پریس خبري اژانس راپور راکړی د ایران د حکومت ویاند علي بهادري جهرمي د لیندۍ د میاشتې شپاړسمه نیټه د ایران په کورنیو چارو کښې له خارجي لاسوهنې سره د محصیلینو د غورځنګ د مقابلې ورځ وبلله.
هغه وویل د لیندۍ د میاشتې شپاړسمه نیټه د ایران په کورنیو چارو کښې له خارجي لاسوهنې سره د محصیلینو د غورځنګ د مقابلې ورځ ده او له اویا کلونو وروسته له مخکې څخه زیات پوهنتون ژوندی دی او پوهنتون د هیواد د پرمختګ لپاره کار کوي.
د ایران د حکومت ویاند علي بهادري جهرمي د محصیلینو د ورځې په هکله مبارکي هم ورکړه.
ټیګونه