په نړیوال لیسټ کې د څلور ایرانیو آثارو ثبتیدا
د تهران د پښتو خپرونې خوږو مینه والو په دې شیبو کې په نړیوال لیسټ کې د څلورو ایرانیو آثارو د ثتبیدا په اړه له یوه ځانګړي مطلب سره ستاسو په خدمت کې یوو. هیله ده د استفادې وړ مو ګرځي.
دوستانو په همداوروستیو کې د یونیسکو په نړیوال لیسټ کې د ناملموس کلتوري میراث د څلورو آثارو په ثبتیدا سره،په دغه لیست کې د ثبت شوو عناصرو لرونکو هیوادونو کې د ایران ځائيګی شپږم مقام ته لوړ شوی دی. په آسیائي هیوادونو کې،ایران دنړیوال لیسټ کې د کلتوری میراث د ثبتیدا له پلوه په څلورم لمبر دی .
د ناملموس کلتوري میراث دساتنې بین الدول کمیشن اولسمه ناسته د مراکش په رباط ښار کې د نومبر له اته ویشتمې نیټې څخه د دسمبر تر دریمې نیټې پورې ترسره شو.د ناستې په دغه پړاؤ کې د بشریّت د ناملموس کلتوري میراث دمعرفی کیدا په لیسټ کې د ثبتیدا لپاره۴۶عنصرونه وړاندې شوي وو او له ایران څځه هم شپږمشترکې دوسییې یا څوملیّتي دوسیې وړاندیز شوې وې چې په هغو کې پر څلورو آثارو یونیسکو د تائيد ټپه ووهله .

شبِ یَلدا/ چله،د عود دساز غږول او هنرول،دترکمنیانو ګلدوزي(په لاسونو ګلدوزي کول)، د ترکمنانو په لاسونو ګنډل، د وریښمو د چینجیو روزل او د اوبدلو(knitting)لپاره د وریښمو دودیز تولید،د ایران څلور مشترکه دوسیې وې چې د یونیسکو د ناملموس(نه محسوسیدونکی)نړیوال لیسټ ته ئې لاره پیدا کړه.په داسې حال کې چې د؛مهرګانو د جشن؛او د ؛رُباب د ساز غږول او هنر یا آرټ جوړولو په عنوان سره نوره دوې دوسیې،دغه لیسټ ته په رسیدا کې پاتې راغلې .
د اوبدلو لپاره د وریښمو دودلیدتولید او د وریښمو د چینجي روزلو ،څو ملیّتي دوسیه،په یونیسکو کې د ایران،افغانستان،آذربایجان جمهوریت، تاجیکستان،ترکمنستان او ازبکستان په نامې سره ثبت شوه.
د تاریخي شواهدو او مدرکونو په اساس، په لاس اوبدل شوو وریښمو د تولید او د نوګندری یا نوغندری ریښه(The root of Noghandari) چین ته ورګرځي او مخینه ئې هم له میلاده ۲۶۵۰کاله مخکې پړاؤ سره نسبت لری. هغو هیوادونو ته ددغې پوهې او مهارت په منتقلولو کې د وریښمو لار چې په دغې لارې کې واقع دي،ډير رول درلودلی دی. ایران یو هغه هیواد ؤ چې د پيلې او وریښمو د تولید په زمینې کې ئې نړیوال شهرت درلود، په دې توګه چې په پنځمې او شپږمې میلادي پيړۍ کې د ساسانیانو د حکومت وخت کې دغه صنعت او څاره روڼتیا درلوده.
د ترکمنانو په ستنې سره ګنډل یا ترکمن ګلدوزي،د یونیسکو په نړیوال لیسټ کې په مشترکه توګه د ایران او ترکمنستان په نامې ثبت شول.

په ستنې سره ګنډل یا ګلدوي په ترکمنانو کې دکیشته،کوجمه او ایلمه په نامو سره مشهوره ده.په اوسني ترکمن میشته سیمې کې د ګلدوزئ مخینه اته زره کلن مخکې پړاؤ ته ورګرځي.د ګلدوزئ یا په ستنې سره دګنډلو هنر،هغه ذهني نقشې دي چې د ترکمنو هنرمندانو په وسیله د وریښمو په طبیعي تارونو، مالوچو او د اکریلیک په څير له مصنوعي تارونو سره په وریښمنو یا پَشمي ټوکرو باندې جوړیږي.د طرحو او ټوکرو زیاتره رنګونه سرۀ دی او البته د شرابي ، زیّړ، سپین ،آبی شین ،نارنجي او زرغونر رنګونو څخه هم استفاده کوي، خو په ترکمنانو کې سور رنګ د اور د لمبې او په بریالیتوب کې توي شوي وینې سمبول دی.
د عود یا تکرار(relapse)ساز غږول او دهنر جوړولو یا آرټ جوړولو دوسیې هم هغه ناملموس او نامحسوس میراث دی چې ایران په همدې غونډې کې د مشترکې یا د څوملیّتي دوسیې په عنوان سره د دوي په ثبتولو کې بریالی شو.
عود یا تکرار (relapse)ساز هغه ساز دی چې په یوزر پنځه سوه کلنې مخینې سره،له ایرانه عربو هیوادونو ته تللی او دمګړئ ئې په په ایران کې غږول او جوړول دود دي. د آلې پرَده یا سکرین(The screen on the instrument) له پوستکي جوړ دی او په عربو هیوادونو کې د آلې دغه سکرین یا پرَده له لرګي جوړیږي او په همدې دلیل ئې نامه هم عود (لرګی) کیښودل شوې ده.

عربان د عربو په عود موسیقۍ سره، ترکان د ترکی موسیقي او ایرانیان هم ایرانۍ موسیقي له دغه ساز څخه په استفادې سره اجرا کوي. دمګړئ دغه ساز د ایران په ټولو سیمو کې په یوه کس سره یا په ډله ایز ډول غږولو سره په به بشپړ ډول دود دی او په پوهنتونو او کلاسونو کې هم تدریس کیږي.
دغه ساز یا آله د نورو ربابو په څیر د سندرغاړي په پيښو کیښودل کیږي او سندرغاړی د رباب یا آلې تارونه د لاسونو په ګوتو سره څیړي او دخپلې خوښې ساز ترې اوباسي .ددغه رباب یا آلې کاسه د ناک یا ګلابی په شکل سره او نسبتا ستره وي او دسته یا لاستی ئې هم معمولا لنډ وي .ددغه آلې یا رباب ډولونه زیاتره لس سیمه وی چې دوه دوه سره تړل کیږي.
خوارزمي په مفاتیح العلوم کې ددغه رباب یا آلې نامه؛بربط؛ لیکلې او وئيلي ئې دي چې په اصل کې دا؛برِبت؛ دی،یعني سینه بت(مرغاوی یا هیلئ)،ځکه چې ظاهرا د سینې او ګردن شبیه ئې مرغاوي یا هیلئ ته ورته والی لري.
دوستانو شب یلدا یا چله،د ایران د ناملموس میراث د نولسم اثر په توګه،په یونیسکو کې له افغانستان سره په مشترکه توګه ثبت شو.

د یلدا په دوسیې کې دغه عنصر په باب وئيل شوي دي،چې یلدا،د کال هغه پخوانی جشن دی چې په هغه کې د لمر رڼا،نور او د ژوند حرارت او تودوخې ته د ترسره کونکو خاص توجه اوړي .په شمالی نیم کوریا کې دژمي انقلاب، د ایران په کال هینداره کې د مرغومې یا جدی دمیاشتې له لومړۍ نیټې سره برابره ده او دغه نیټه په دغې سیمې کې د ورځو د اوږدیداله پيلیدا سره په یو وخت وي.
د مني په ترټولو وروستۍ شپه،کورنۍ د خپلې کورنۍ دترټولو لوي سرپرست یا مشر په کور کې د یلدا په شپه پر دسترخوان غونډيږي او د یلدا جشن جوړوي. دیلدا په ترسره کیدا کې،ماشومان د راتلونکي دمجریانو په توګه او میرمنې هم د زمینه جوړونکو او د ژوند د چورلیز په توګه،د قومونو او دوستانو او کورنیو په غونډيدا کې مطرح دي.د یلدا د دستورو د مختلفو برخو په ترسره کیدا کې،د کلتوری هویّت ، طبیعت ته د پام اودودیز تاریخ(chronology)،په کورنۍ کې د میرمنو او ماشومانو د مهم ځائيګي سسټماټيک کیدا، دوستۍ ، میلمه پالنې او آشنائۍ په څير ارزښتونو ته د دډول ډول کلتوري بیانونو په محترم بللو سره پام کیږي او راتلونکي نسل ته منتقلیږي.
یلدا دستورې له کائناتو(the universe) او طبیعت سره ئې ارتباط او ددغه ټاټوبی د خلکو د ژوند او چاپيریال د حدودو د ځانګړتیاؤ په سبب،له پخوانئ زمانې رانیولې تر نن پورې ئې دوام درلودلی دی او د وخت له تیریدا سره سم ئې د ترسره کیدا په څرنګوالی کې ظاهري بدلونونه هم لیدل کیږي،البته د هغه ماهیّت او جوړښت هیڅ بدلون نه دی کړی او هماغه شان ددغه ټاټوبی ډول ډول قومونه ؛ یلدا؛ ترسره کوي.
یادونه کوو چې له دې مخکې،ایران،په کاشان کې د لاسی قالیو دودیز مهارت،د ایرانۍ موسیقۍ ردیف،تعَزئې،د خراسان دځينو برخو موسیقي، په ایران کې د نمایشي کیسو بیانول او نقالي یا ایکټینګ،نوروز،د کمانچې غږولو او آرټ جوړلو،پهلواني،د دوتار د غږولو او مهارت جوړلو د برَج د جوړولو پوهې،د لواش ډوډۍ پخول او ویش فرهنګ،د قالیو وینځلو،په فارس کې د لاسي قالیو دودیزو مهارتونو،د چوګانو لوبې،ایرانۍ نقاشۍ،د تادئوس کلیسا د زیارت دستورې او دخوشخطۍ د هنر دساتنې ملی پروګرام په شمول اولس ناملموس میراثونه،د ایران یا له نورو هیوادونو سره په مشترکې نامې سره په یونیسکو کې ثبت شوي دي.
د ۲۰۱۰کال دنومبر په شپاړسمه نیټه د یونیسکو په غونډې کې چې په کینیا هیواد کې ترسره شوه،دایران د پهلوانۍ کشتۍ او زورخانه ای ورزش کې د نغښتي ځوانمردۍ مفهمونو اوکلتروی بډایتوب ته په پام سره،د پهلوانۍ او زورخانه ای ورزش د ستورې،د بشریّت د معنوي میراث په توګه په دغې ادارې کې ثبت شوې. البته آذربایجان هیواد په تیرو څو کلونو کې ډیره هڅه کړې څود پهلوانۍ د ورزش فرهنګ، په یونیسکو کې پخپلې نامې ثبت کړي چې د یونیسکو دناملموس میراث د کمیټې په اولسمې غونډې کې چې په مراکش کې ترسره شوه،مطرح کړ او د کشتۍ او پهلوانۍ دودیزو لوبو د پهلوانۍ دفرهنګ په توګه ددغه هیواد د ناملموس میراث به توګه ثبت شو.

که څه هم د شاهنامې په کیسو ،د نظامي ګنجوي په آثارو کې او به نورو ایرانیو متنونو کې د پهلوانۍ ریښې او لرغونی ورزش شته او په دغو سندونو او دهغو په شعرونو کې ددغه لرغوني ورزش د اصطلاحاتو خبرې شوي دی او غوره وه چې د پهلوانۍ دکشتۍ او ورزش فرهنګ ، د ایران او اذربایجان ترمینځ یو ګډ میراث مطرح کړی وائ او دآذربایجان هیواد سره ئې انحصاری ادعا نه وائ کړي. البته آذربایجان جمهوریت کابو شپږ کاله مخکې هم د پهلوانۍ د لرغوني ورزش د مصادره کولو اقدام کړی ؤ او په باکو کې ئې د اسلامی هیوادونو په رسمي ټیلیکس کې ددغه پهلوانۍ لرغوني ورزش مدعی شوی ؤ چې د نړیوالو فیډریشنونو او دایران د پهلوانۍ د ورزشونو ملی فیډریشن د مسئولانو په تعقیبونې سره ئې خپله تیروتنه اصلاح کړه او ددغه ورزش سرچینه ئې ایران اعلان کړ.
په دغه راپور کې وئيل شوي وو چې د تاریخي واقعیّتونو په اساس، د آذربایجان دملی ورزش سرچینه ،پهلوانۍ ورزش دی چې اساس ئې اوه سوه کاله مخکې وخت ته ګرځي چې د پوریا ولی په لاس ئې یو مشخص چوکاټ ترلاسه کړ.دغه ادعا په داسې حال کې مطرح شوه چې موجوده تاریخي حقایقو ته په پام سره،د پهلوانۍ د ورزش سرچینه د ایران هیواد دی . په حقیقت کې په اوسني پړاؤ کې پهلواني او دپهلوانۍ فرهنګ له دې زیات چې له سپورټي پلوه پرې ټينګار وشي،کلتوري اړخ ئې د پام وړ دی اوله دې نظره هم په عمومی فرهنګ او کلتور کې د ؛لرغوني ؛ په توګه پيژندل کیږي. دغه ورزش په ایران کې درې زره کلنه مخنیه لري او حتی د ایران ځیني پهلوانۍ له کابو پنځه سوه تر شپږ سوه کلنۍ مخینې برخمنې دي چې ددغه څانګې دایرانۍ شونې دمخینې نښه لري.. ددغه سپورټي څانګې ډیری فعالان اوس له کابو لسو تر دولسو نسلونو پورې هماغه راز په دغې سپورټي څانګې کې فعالیتونه کوي . پوریا ولی هم یو ایرانی ؤ چې اوس ئې آذربایجانیان ادعا کوي چې قبر ئې په اذربایجان جمهوریت کې دی ،خو ددغه مشهور پهلوان دایرانی کیدا هیڅوک منکر نه دي.