په ایران اسلامي جمهوریت کښې د مولوي عبدالواحد ټرور؛ اړخونه او هدفونه:-
(last modified Sat, 10 Dec 2022 12:03:03 GMT )
Dec 10, 2022 16:33 Asia/Kabul
  • په ایران اسلامي جمهوریت کښې د مولوي عبدالواحد ټرور؛ اړخونه او هدفونه:-

د ایران د سیستان و بلوچستان ولایت د تامین شورا د دسمبر د میاشتې په نهمه نیټه د خاش ولسوالۍ د امام حسین علیه السلام د جومات د جمعې امام او د اهل سنتو د یوه عالم مولانا عبدالواحد ریګي د ټرور او د شهادت خبر ورکړ.

د دغه جنایت په هکله څو ټکو ته اشاره کولای شو.

لومړۍ ټکی دا چې د ایران سیستان و بلوچستان ولایت په هغو سیمو کښې راځي چې په تیرو اتیا ورځو کښې تر ټولو زیاتې بلواوې او ناامنۍ پکښې رامینځته شوي دي.

د ایران په سیستان و بلوچستان کښې دننه او خارج کښې ځینې کورنۍ ډلې او ځینو ترهګرې او بیلتون غواړي ډلې د بلواو په دوام  کښې ستر رول لري.

د دغو ډلو پلمه په خاص ډول د ښځو د حقوقو او په عام ډول د بشري حقوقو دفاع کول دي خو دغه ډلې په حقیقت کښې د ایران د اسلامي جمهوریت له نظام سره ضدیت او په حکومت باندې د دباو راوستل تعقیبوي.

دوهم ټکی دا چې په دغه لاره کښې چې هر سړی چې د انقلاب ضد د بهیر پرخلاف حرکت وکړي  او د بلواو د ختمیدا پرضرورت ټینګار وکړي او د ملي امنیت او د وحدت لپاره ګام پورته کړي نو له ګواښ سره مخامخ کیږي چې هغه له خپلې لارې وغړیږي او له ټرور سره مخامخ کیږي او مولانا عبدالواحد ریګي هم په دغو کسانو کښې شامل دی.

دریم ټکی دا چې مولانا عبدالواحد ریګي د سیاسي شخصیت له نظره اعتدال لرونکي ګروهنې لرلې او هغه په ملي وحدت په تیره بیا د شیعه او سني ترمینځ په وحدت ټینګار درلود او هغه له هر ډول سرزورۍ او افراط پالنې سره مخالف و او هغه یې د ایران د ملي امنیت پرخلاف چاره ګڼله.

هغه په هغو شخصیتونو کښې شامل و چې د سیستان و بلوچستان ولایت د ناکراریو په هکله د ډلو او د خلکو د لیدتوګو د اوریدا او د تسلۍ  لپاره دغه ولایت ته د ایران د اسلامي انقلاب د استازي په توګه د حجت الاسلام علي اکبري په سفر کښې له هغه سره کتنه او خبرې وکړې.

مرحوم مولانا عبدالواحد ریګي په دغه کتنې کښې د شیعه او سني د وحدت او د اسلامي انقلاب او د ملي امنیت دفاع کړي وه.

دغه کړچار د ایران د اسلامي انقلاب ضد بهیرونو له پراخ اعتراض سره مخامخ شو او نهایتا د دغه انقلاب ضد بهیرونو د سیستان و بلوچستان ولایت د اهلو سنتو دغه روحاني ټرور کړ.

څلورم ټکی دا چې د مولانا عبدالواحد ریګي ټرور وښودله چې له بشري حقوقو په دفاع او له ښاریزو د ملاتړ په هکله د ځینو کسانو ادعاګانې یوازې   د خبرو تر حده څرګندونې او عوام پسنده خبرې دي او په عمل کښې په سیستان و بلوچستان کښې د اختلاف د زیاتولو او د شیعه او د سني ترمینځ د تفرقې د اچولو لپاره ګام پورته کوي.

دا یو ډول سیاسي دیکتاتورۍ ده چې د ځینو  ډلو او کسانو لخوا په سیستان و بلوچستان ولایت کښې تعقیبیږي.

پینځم ټکی دا چې د ایران د سیستان و بلوچستان ولایت د خاش سیمې د اهل سنتو د جمعې لمانځه خطیب مولانا عبدالواحد د ټرور کولو  یو اصلي هدف د  هغو کسانو لپاره چې د انقلاب ضد  د بهیرونو او د ترهګرو او د تکفیري بیلتون غواړو ډلو پرضد ګام پورته کوي د ویرې او رعب رامینځته کول دي.

څو ورځې مخکې هم د ایران یوه ښاریز چې په کردستان ولایت کښې یې ولسمشر ابراهیم رئیسي ته یو چاکلیټ ورکړی و تر سخت دباو لاندې ورغی  او مجبوره شو په امان کښې د پاتې کیدا لپاره بښنه وغواړي او پښیمانه شي.

شپږم او اخري ټکی دا چې دښمانانو د خاش سیمې د اهل سنتو د جمعې امام په ټرور سره چې د ایران د اسلامي انقلاب او د امنیت او د وحدت دفاع کونکی و وښودله چې د دوې ګټې په سیستان و بلوچستان ولایت کښې د ناامنیو او د بلواو په دوام کښې دي.

دغه پيښې په عین حال کښې ثابته کړه چې قومیت داسې عنصر دی چې دښمانان ورباندې مانوره ورکوي.

د مولوي عبدالواحد ټرور په کلي توګه په تیرو اتیاو ورځو کښې د بلواګرو خلکو  عملیاتي او فکري لاره نندرې ته وړاندې کړه.

 

ټیګونه