ایران په تیره اونۍ کې
د ایران د وسله والو ځواکونو لوې درستیز جنرال باقری د روسیې د دفاع وزیر د نړیوالو چارو له مرستیال جنرال فومین سره په کتنه کښې په دې خبرې سره چې امریکایان د یواړخیزپالنې په کړنلارې او د یو-قطبي نظام په جوړولو کښې کامیاب نه وو، وویل: د نړیوال قدرت قطب په ختیځ کښې په جوړیدو دی.
د مشر تابه ستر مقام حضرت امام خامنه اي د نهې په ورځ د کلتوري انقلاب د لوړې شورا له غړیو سره په کتنه کښې د هیواد کلتوري هدایتول د دغه شورا اصلي رول او شان وباله او د ایران د کلتوري جوړښت په انقلابي بیا رغونې یې ټینګار وکړ.
د ایران د اسلامي انقلاب ستر لارښود حضرت ایت ا... العظمی سید علي خامنه اي په دې خبرې باندې ټینګار سره چې د رسمي ادارو د کلتوري هدایت روده د ولسي تشکلونو له کلتوري هدایت سره متفاوته ده وویل د کلتوري انقلاب لوړه شورا کولای شي د زرګونو ولسي تشکلونو په صحیح هدایت سره چې په بیلابیلو کلتوري او پراخو کارونو کښې فعالیت لري په کلتوري مقولو کښې د عمومي حرکت د بڼه د خپلیدا سبب شي. حضرت امام خامنه اي له ځان څخه د تیریدا او سرشیندنې کلتور ته د ځان د خوښولو او د شهرت د کلتور بدلیدل د ایران د خلکو په شخصي ژوند باندې د اسلامي انقلاب د کلتوري اغیز بیلګه وبلله او ویې ویل د ډیرو غلطو بنسټونو له بدلیدا سره سره خو بیلابیل عوامل د وخت په تیریدا سره د انقلاب د یرغلیزې روحیې د کمزوري کیدا سبب کیږي چې باید دغه موضوع په جدي ډول وڅارل شي چې دوباره غلط بنسټونه راڅرګند نشي.
د ایران د وسله والو ځواکونو لوې درستیز جنرال باقری د روسیې د دفاع وزیر د نړیوالو چارو له مرستیال جنرال فومین سره په کتنه کښې په دې خبرې سره چې امریکایان د یواړخیزپالنې په کړنلارې او د یو-قطبي نظام په جوړولو کښې کامیاب نه وو، وویل: د نړیوال قدرت قطب په ختیځ کښې په جوړیدو دی.
جنرال محمد باقري د روسیې د دفاع وزیر د نړیوالو چارو له مرستیال جنرال فومین سره په کتنه کښې د دواړو هیوادونو د ملي ګډو او اهدافو او هم د سیمې د صلحې او امنیت په چوکاټ کښې د دوه اړخیزو، سیمه ایزو او نړیوالو ملګرتیا په پراختیا باندې ټینګار وکړ او څرګنده یې کړه: نن سبا امریکایان هم داده کیږي چې په یواړخیزپالې کړنلارې او د قطبیانو د نوي نظام به جوړولو کښې نه دي کامیاب شوي او د نړیوال قدرت قطب په ختیځ کښې جوړیږي. هغه زیاته کړه له ګډو ګواښونو سره مقابله او د مشترکو ګټو په برخه کښې ملګرتیا لازیاتو صلاح مشورو ته ضرورت لري چې باید د ملګرتیا د پراختیا مخه په ودې بهیر په دوام کښې ورته پاملرنه وشي.
د ایران د خارجه وزارت ویندوی دځینو اروپایی چارواکو او هیوادونو د لاس وهونکیو ټویټونو په ځواب کې له دغو هیوادونو وغوښتل چی د ترهه ګرو له کوربتوب ، ملاتړ او لمسولو لاس واخلي .
د ایران د خارجه وزارت ویندوی وویل ایران له بلواو سره په مقابله کې له ډیر زغم کار اخیستې دې اود ډیرو لویدیځو رژیمونو په اپوټه چی سوله ایز معترضان هم بدنام او په تاوتریخوالي سره ځپي ، د بلواګانو پرضد له متناسبواو سټینډرډ رودوګټه پورته کړی ده . همدغه چاره د قضایی بهیر لپاره هم کارول شوی خوعمومي امنیت سره کرښه ده .
د ایران خارجه وزارت ټینګار وکړ وسله واله حمله او ویجاړول دزغملو ندي حتی د هغو لویدیځو رژیمونو لپاره چی فرصت یې ترلاسه کړی دی په ریاکارانه ډول د ایران لپاره تقریروکړي . لویدیځ باید د خپل نه صداقت د جوتولو په ځای د ترهه ګرو له کوربتوب ، ملاتړ او لمسولو لاس واخلی .
د ایران له نشه ایزو موادو سره د مبارزې کمیټۍ مشر سکندر مومنی وویل د ملګروملتودرسمی شمیرنو په اساس ایران په دنیا کې د کشفیاتو لومړنې ځای لری . هغه زیاته کړه د نړۍ د اپیمو ۹۰ فیصده ، د نړۍ د مورفینو ۵۰ فیصده او همداراز د نړۍ د هیروینو ۲۷ فیصده کشفیات د ایران لخوا ترسره کیږی .
د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان د نهې په ورځ له خپل بوسنیایی همڅنګ بیسرا تورکوویچ سره په ګډ خبری کانفرنس کې وویل اسلامی ایران د بالکان سیمې هیوادونه خپل ملګري بولي اوتیر وخت په شان له دغې سیمې په تیره بیا د بوسنیاهرزګوینیا مسلمان هیواد سره خپلو ملاتړونو ته دوام ورکوی . د ایران خارجه وزیر همداراز د ګل په ورځ په بلګراد کې له ولسمشر ، لومړی وزیر ، او پارلیمان له مشر سره کتنه او د دواړو هیوادونو د اړیکو د پراختیا په اړه خبرې اترې وکړې .
د ایران اسلامی جمهوریت په ۵۷ اسلامی هیوادونو کې د علمی سټینډرډونو د شمیر له نظره لومړې ځای د علمی انتشاراتو له پلوه دوهم او د ایچ ځانګړنې له پلوه څلورم ځای ترلاسه کړ .
د ایرلان د خارجه وزارت ویندوی ناصر کنعانی د زیارت په ورځ وویل د پریس ټی وی پرضد د لویدیځوالو نوی اقدام د بیان د ازادۍ د دروغجنو مدعیانو واقعی څیره جوتوي . د یوټل سیټ فرانسوی سپوږمکی د پریس ټی وی خبری چینل ضدد اروپایی اتحادیې د بایکاټونو له اعمالولو څو اونۍوروسته دغه چینل بند کړ . د پریس ټی وی انګریزی ژبې چیمل په وروستیو کلونو کې په ځلونو د سپوږمکیو خدماتو د وړاندی کونکیو شرکتونو له لوری په چټی پلمو تر دباو لاندې دی .
د ایران دایټمی انرژۍ مشر وویل هغه ورځ چی بایکاټونه لغوه کړی مونږه به هم د ایټمی موافقې په چوکاټ کې خپلو ژمنو ته ورستنه شو .
محمد اسلامی د جمعې په ورځ له ایټمی اژانس سره د تهران د ملګرتیا نه کولو په باب د واکمنې شورا وروستی پریکړه لیک ته په اشارې سره د ایټمی اژانس له ضوابطو د اسلامی ایران دایټمی فعالیتونو په نه انحراف ټینګار وکړ .
دایران د ایټمی اژانس مشر وویل د نړیوالو قوانینو په اساس د ایران په ټولو سایټونو کې د اژانس څارنه دوام لری او پخپله اژانس هم ۱۶ ځله په خپلو رسمي راپورونو کې ټینګار او تایید کړی ده چی د ایران په ایټمی فعالیتونو کې انحراف ندې لیدل شوې .
مولوي عبدالواحد د وحدت سېمبول په سیستان او بلوچستان کې ټرور شو. د سیستان او بلوچستان د سرحدي ولایت په خاش ولسوالۍ کې د اهل سنت د جامع جومات خطیب مولوی عبدالواحد ریګي چي د شیعه او سني تر مینځ د وحدت سېمبول بلل کېدی د نامعلومو وسله والو له لورې په شهادت ورسېدل.
د دغه غمیزي په هکله د سیستان او بلوچستان د ولایت د تامینولو شورا په اعلامیه کې راغلې: د لومړنیو راپورونو پر بنیاد، په خاش ولسوالۍ کې د امام حسین (ع) په نامه د اهل سنت د جامع جومات خطیب مولوی عبدالواحد ریګي چي د سیمې وتلی عالم بلل کېدی د ناپېژانده وسله والو له لورې په شهادت ورسېدل.
د زاهدان لوی څارنوال مهدی شمس آبادي رسنیو ته وویل: مولوی عبدالواحد ریګي د پنج شنبې په ورځ په داسي حال کې چي په جومات کې حضور لرل، د نامعلومو کسانو له لورې د جومات د شا دروازې ته ورغوښتل شوي او په یوه بې پلېټه ګاډې کې یرغمل شوی دی.
هغه زیاته کړه د پېښې سره سملاسي ټولو امنیتي ځواکونو د مولوی عبدالواحد د لټولو عملیات پیل کړ، خو له بده مرغه تېره ورځ د هغه مړی د خاش د ولسوالۍ په یو فرعي سړک کې په داسي حال کې چي په سر باندې ویشتل شوی وو، وموندل شو.
د زاهدان لوی څارنوال تاکید وکړ چي د پلیسو استخباراتي څانګې د دې جنایت د لاملینو د پیدا کولو لپاره تحقیقات پیل کړی دی.
د خاش ولسوالۍ امنیه قومندان هم د مولوی عبدالواحد د قاتلینو د موندلو لپاره د یوه ځانګړی عملیاتي ټیم د جوړیدو خبر ورکړی دی.
پای