د سپاه سمندي ځواک د هر ماموریت ترسره کولو ته تیار دی
د ایران د سپاهِ پاسداران د سمندري ځواکونو قومندان د ماموریتونو په ترسره کولو کښې د دغه ځواکو د بشپړ معنوي، اعتقادي او جنګي چمتووالي او د هغه د تجهیزاتو او امکاناتو د پراختیا خبر ورکړ
د ایران د سپاهِ پاسداران د سمندري ځواکونو قومندان د ماموریتونو په ترسره کولو کښې د دغه ځواکو د بشپړ معنوي، اعتقادي او جنګي چمتووالي او د هغه د تجهیزاتو او امکاناتو د پراختیا خبر ورکړ
" سردار علیرضا تنگسیری" نن د حرم د مدافع حبیب روحي د شهادت د اوومې کلیزې او د ګیلان ولایت د د خمام ولسوالۍ د چوګان سیمې د ۶۴ شهیدانو د درنښت په دستورو کښې وویل: د سپاه سمندري ځواک د معنوي، اعتقادي، جنګي او د تجهیزاتو او امکاناتو د پراختیا له نظره د تیارسي داسې حد ته رسیدلی چې د هر ماموریت ترسره کولو ته بشپړ چمتووالی لري.
د ویلو ده چې شهید حبیب روحي چوکامي د سپاه پاسداران د سمندري ځواک هغه غړی و چې په ۲۰۱۵ کال کښې د حضرت بي بي زینب(س) د حرم د دفاع او ساتنې په لاره کښې د سوریې په حلب سیمه کښې د صلاحکاري عملیاتو په وخت شهید شو.