ایران او روسیې د ملګرتیا دوه سندونه لاسلیک کړل
ایران پریس خبري اژانس راپور ورکړ د ایران د لوی څارنوال حجت السلام و المسلمین محمد جعفر منتظري او د روسیې فیډراسیون د لوی څارنوال ایګور کراسنوف ترمینځ د قضايي او د حقوقي ملګرتیا دوه سندونه لاسلیک شول.
د ایران لوی څارنوال حجت الاسلام و المسلمین محمد جعفر منتظري د روسیې له لوی څارنوال ایګور کراسنوف او ورسره پلاوي سره په کتنه کښې وویل د ملګرتیا سندونه چې د ماسکو او د تهران د کاري ډلې ترمینځ برابر شوي دي له هغو ترهګرو ډلو او کسانو سره چې د ایران او د روسیې امنیت ته ګوزار ورکوي د چلند او له جرم او جنایت سره د مبارزې په زمینه کښې اغیزشیندونکی کیدلای شي.
منتظري د ایران او د روسیې لپاره د بایکاټونو ګډ چیلنج ته په اشارې سره وویل د درملو بندیزونه چې د ایران د بټر فلايي(Butter Fly) ناروغۍ د مریضانو پرضد لګول شوي دي ناروغان په ډیر بد حالت کښې وروستلي دي.
د ایران لوی څارنوال له ګاونډیو هیوادونو څخه د ایران داخل ته د ترهګرو ډلو راتلو ته په اشارې سره له ترهګرۍ سره په مبارزې کښې له ایران سره د روسیې د ډیرې ملګرتیا غوښتنه وکړه.