ایران او روسیې د ملګرتیا دوه سندونه لاسلیک کړل
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i124834-ایران_او_روسیې_د_ملګرتیا_دوه_سندونه_لاسلیک_کړل
ایران پریس خبري اژانس راپور ورکړ د ایران د لوی څارنوال حجت السلام و المسلمین محمد جعفر منتظري او د روسیې فیډراسیون د لوی څارنوال ایګور کراسنوف ترمینځ د قضايي او د حقوقي ملګرتیا دوه سندونه لاسلیک شول.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 14, 2022 00:57 Asia/Kabul
  • ایران او روسیې د ملګرتیا دوه سندونه لاسلیک کړل

ایران پریس خبري اژانس راپور ورکړ د ایران د لوی څارنوال حجت السلام و المسلمین محمد جعفر منتظري او د روسیې فیډراسیون د لوی څارنوال ایګور کراسنوف ترمینځ د قضايي او د حقوقي ملګرتیا دوه سندونه لاسلیک شول.

د ایران لوی څارنوال حجت الاسلام و المسلمین محمد جعفر منتظري د روسیې له لوی څارنوال ایګور کراسنوف او ورسره پلاوي سره په کتنه کښې وویل د ملګرتیا سندونه  چې د ماسکو او د تهران د کاري ډلې ترمینځ برابر شوي دي له هغو ترهګرو ډلو او کسانو سره چې د ایران او د روسیې امنیت ته ګوزار ورکوي د چلند او له جرم او جنایت سره د مبارزې په زمینه کښې  اغیزشیندونکی کیدلای شي.

منتظري د ایران او د روسیې لپاره د بایکاټونو ګډ چیلنج ته په اشارې سره وویل د درملو بندیزونه چې د ایران د بټر فلايي(Butter Fly) ناروغۍ د مریضانو پرضد لګول شوي دي ناروغان په ډیر بد حالت کښې وروستلي دي.

د ایران لوی څارنوال له ګاونډیو هیوادونو څخه د ایران داخل ته د ترهګرو ډلو راتلو ته په اشارې سره له ترهګرۍ سره په مبارزې کښې له ایران سره د روسیې د ډیرې ملګرتیا غوښتنه وکړه.