لندن د ایران او د روسیې پرضد نور بندیزونه ولګول
اسپوتنیک خبري اژانس وايي د لویدیځو هیوادونو د ایران او روسیې ضد سیاستونو په دوام کښې د بریتانیا حکومت د تهران او د ماسکو پرضد نور بندیزونه ولګول.
د انګلستان حکومت روسیې ته له ایران څخه د بې پایلوټه الوتکو د استولو د بې اساسه تورونو په لګولو سره د تهران او د ماسکو پرضد یوشمیر نوي بندیزونه ولګول.
بریتانیا پرون په یوې بیانیې کښې د روسیې د دولسو پوځي چارواکو او د ایران د بې پایلوټه الوتکو د پرزو د یوه جوړونکي شرکت او دریو کسانو پرضد بندیزونه ولګول.
د لندن په بیانیې کښې ویل شوي دي چې د روسیې په دولسو لوړرتبه پوځي قومندانانو کښې چې بندیزونه ورباندې لګول شوي دي لس جنرالان او دوه ډګروالان شامل دي.
بریتانیا دغه راز د ایران د دریو تاجرانو او یوه چاروکي او دغه راز د بې پایلوټه الوتکو د پرزو د یوه جوړونکي شرکت پرضد د بایکاټونو د لګولو خبر ورکړ.
د بریتانیا حکومت چې په ټوله دنیا کښې د ترهګرو ډلو اصلي ملاتړی دی په داسې حال کښې روسیې ته د ایران لخوا د بې پایلوټه الوتکو د استولو بې اساسه تور لګوي چې لندن له امریکا او نورو اروپايي هیوادونو سره یوځاې له تیرو څو میاشتو راهسې کوشش کاوه چې روسیه په اوکراین باندې حملې کولو ته مجبوره کړي.
اوس چې روسیې په اوکراین کښې پوځي عملیات پیل کړي دي نو انګلستان، امریکا، فرانسه ، جرمني او نور ډیر اروپايي هیوادونه اوکراین ته ډول ډول درنې او سپکې وسلې، تجهیزات او حتی ترهګر استوي چې دغه جنګ نور هم اوږد کړي او د روسیې اقتصاد دړې وړې کړي.