د سیستان و بلوچستان خلک له حکومت سره ګروهنه لري
زمونږ خبریال وايي د ایران سیستان و بلوچستان ولایت ته د اسلامي انقلاب د ستر لارښود د استول شوي پلاوي مشر حجت الاسلام و المسلمین حاج علي اکبري ټینګار وکړ د سیستان و بلوچستان خلک له حکومت سره ګروهنه لري.
هغه په یوې مرکې کښې وویل هغه مینه او محبت چې د ایران د اسلامي انقلاب ستر لارښود حضرت ایت الله العظمی سید علي خامنه اي یې له سیستان و بلوچستان ولایت سره لري د سیستان خلک هغه بیانوي او څرګندوي.
حاجي علي اکبري په دې خبرې باندې ټینګار سره چې په ایران کښې د شیعه او د سني ترمینځ هیڅ توپیر نشته وویل هغه خدمتونه چې په ایران کښې د اهلو سنتو لپاره وړاندې شوي دي د ایران په ټول تاریخ کښې بې ساري دي.
د ایران دغه ستر عالم حاجي علي اکبري هغو پروپاګنډو ته په اشارې سره چې په سیستان وبلوچستان ولایت کښې د بیلتون غوښتنې په هکله مطرح کیږي وویل په ډیر پریکنده او مسلم ډوال وایم دغه بهیر چې په بې انصافۍ سره د سیستان ولایت د داخلي فضا یو غلط او له بلوا ډک روایت بیانوي د یو کم شمیر کسانو د یوه غلط تفکر وړاندې کول دي او د سیستان و بلوچستان ولایت عمومي جوړښت داسې جوړښت دی چې د ایران له نظام سره ګروهنه لري.