د روسیې او د ایران د دوه اړخیزو همکاریو پراختیا
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i124992-د_روسیې_او_د_ایران_د_دوه_اړخیزو_همکاریو_پراختیا
په مسکو کې د ایران د اسلامي جمهوریت سفیر د روسیې د خارجه وزارت له مرستیال سره، د دوه اړخیزو اړیکو په هکله خبرې اترې وکړي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 17, 2022 10:17 Asia/Kabul
  • د روسیې او د ایران د دوه اړخیزو همکاریو پراختیا

په مسکو کې د ایران د اسلامي جمهوریت سفیر د روسیې د خارجه وزارت له مرستیال سره، د دوه اړخیزو اړیکو په هکله خبرې اترې وکړي.

د ایسنا له راپور سره سم، مسکو کې د ایران سفیر کاظم جلالي د روسیې د خارجه وزارت د اقیانوسیې له مرستیال آندری رودنکو سره په ملاقات کې د دوه اړخیزو اړیکو او د سیمې او د نړۍ د بدلونونو په هکله سلامشورې وکړې.

د دواړو هیوادونو د اړیکو پراختیا، د متاقبلو سیاسي، اقتصادي او پارلماني پلاوو تبادلې،د ګډو اقتصادي همکاریو د کمیسیون د پایلو تعقیبونه، شمال – جنوب کرېدور او د اکراین پېښې د دغه خبرو اترو محورونه وه.

په دغه ملاقات کې دواړو لورو د اړیکو د پیاوړتیا او د سلامشورو په دوام ټینګار وکړ.