د ایران د پارلمان مشر:
امریکا په هر یو هیواد چي مخته یې ودریږي بندیز لګوي
د ایران د اسلامي جمهوریت د پارلمان مشر د نیکاراګوئې له خارجه وزیر سره په لیدنه کې تاکید وکړ: امریکایان یوازې خپلو ګټو پسې دي او په هغو هیوادونو چي ورسره مخالفت کوي بندیز لګوي او د هیوادونو په کورنیو مسایلو کې د لاسوهنې هڅه کوي.
د ایران د پارلمان مشر محمد باقر قالیباف په دغه کتنه کې په نړیوال ډګر کې د نیکاراګوئې له ملاتړ څخه په مننې سره، وویل: باید په کړهنیزو، انرژیو او ټکنالوجیو ډګرونو کې د دواړو هیوادونو تر مینځ اړیکې پراخې شي.
د ایران د پارلمان مشر زیاته کړه:ایران و نیکاراګوئه دواړه د امریکې سره ضد دي او دواړه هیوادونه د امریکې د ظالمانه بندیزونو هدف ګرځېدلي، دا د دواړه هیوادونو د ملي ګټو په لړ کې د همکاریو زمینه برابره کړې دهږ
د نیکاراګوئې خارجه وزیر امپریالیزم سره مبارزه او تاریخي ورورولی، د دواړو هیوادونو د اړیکو بنیاد وباله او د اقتصادي همکاریو د کمیسیون د فعاله کېدو په ضرورت تاکید وکړ.