ناپېژاندو کسانو په قم کې څلور دیني عالمان ژوبل کړي
Dec 19, 2022 03:59 Asia/Kabul
د ایران د اسلامي جمهوریت په قم ښار کې ناپېژاندو بریدګرو څلور دیني عالمان په چړو وهلي او ژوبل کړي دي.
د قم د طبي پوهنتون د اطلاع رسونې څانګې ویلي: تېره ورځ څلور دیني عالمان د ناپېژانده بریدګرو له خوا په چړو سره، ژوبل شوي دي.
د دغه پېښې دوه مجروحین له روغتون رخصت شوي او د دوو نورو مجروحینو ټپلې ژورې بلل شوي چي له اپرېشن نه وروسته به رخصت شي.
پولیس د دغو بریدګرو د پیدا کولو په موخه عملیات پیل کړی.
ټیګونه