له جوزف بورل سره ناسته رغنده او دوستانه وه
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i125154-له_جوزف_بورل_سره_ناسته_رغنده_او_دوستانه_وه
امیر عبداللهیان د هغه مذاکراتی پیکیج په اساس  د ویانا خبرواترو جمع بندۍ ته د ایران داسلامی جمهوریت د چمتووالي په اعلانولو سره  چې  د میاشتو میاشتو کوټلو خبرواترو نتیجه ده ،مقابل لوري ته سپارښتنه وکړه ، له سیاسی لوبې څخه په ډډه کولو  او دیوه رغنده اوحقیقت پال  کړچار په غوره کولو سره دې  د موافقې دنهائي کیدا لپاره  دې لازمې سیاسی فیصلې وکړي.
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Dec 21, 2022 05:18 Asia/Kabul
  • له جوزف بورل سره ناسته رغنده او دوستانه وه

امیر عبداللهیان د هغه مذاکراتی پیکیج په اساس  د ویانا خبرواترو جمع بندۍ ته د ایران داسلامی جمهوریت د چمتووالي په اعلانولو سره  چې  د میاشتو میاشتو کوټلو خبرواترو نتیجه ده ،مقابل لوري ته سپارښتنه وکړه ، له سیاسی لوبې څخه په ډډه کولو  او دیوه رغنده اوحقیقت پال  کړچار په غوره کولو سره دې  د موافقې دنهائي کیدا لپاره  دې لازمې سیاسی فیصلې وکړي.

د ایران خارجه وزیر حسین امیر عبداللهیان پخپل ټولنیز پیغام کې  د اروپائي اتحادئې  د بهرنی کمیشن له مشر جوزف بورل سره په امان کې لیده کاته رغنده او  دوستانه وبلل او  وې وئيل  په لیدوکاتو سره  غلط فهمیانې ختمیږي.

ایرناخبری آژانس راپور ورکړ، د ایران خارجه وزیر حسین امیر عبداللهیان بیګا په خپل ټولنیز پیغام کې روښانه کړه ،جوزف بورل په دغې کتنې کې  د ویانا ایټمی خبرواترو یوې نتیجې ته درسولو لپاره پر خپل کلک هوډ ټينګار وکړ.

حسین امیر عبداللهیان  د اردن په پلازمینې امان کې د بغداد-۲ کنفرانس په څنډې کې  د اروپائي اتحادئې د بهرني سیاست له مسئول جوزف بورل سره  کتنه او خبرې اترې وکړې.

امیر عبداللهیان د هغه مذاکراتی پیکیج په اساس  د ویانا خبرواترو جمع بندۍ ته د ایران داسلامی جمهوریت د چمتووالي په اعلانولو سره  چې  د میاشتو میاشتو کوټلو خبرواترو نتیجه ده ،مقابل لوري ته سپارښتنه وکړه ، له سیاسی لوبې څخه په ډډه کولو  او دیوه رغنده اوحقیقت پال  کړچار په غوره کولو سره دې  د موافقې دنهائي کیدا لپاره  دې لازمې سیاسی فیصلې وکړي.

د اروپائي کمیشن  دبهرنی سیاست مشر جوزف بورل هم په دغې کتنې کې په ورستیو میاشتو کې  دایران داسلامی جمهوریت په وړاندې د اروپائی اتحادئې د دریځونو او کړچارونو په بیانولو سره دجامعې نړیوالې ایتمي موافقه  او روانې ایټمی خبرې اترې  له نورو موضوعګانو جلا ددواړو لورو د ایجنډا  وبلله  او دویانا دخبرواترو یوې نتیجې ته رسولو لپاره ئې د  اتحادئې پر کلک هوډ ټينګار وکړ.