امیرعبداللهیان په اردن کې له خپل عربستانی همڅنګ سره کتنه وکړه
د غونډې په ترڅ کې د عمان ، قطر ، کویت ، عراق اوعربستان د خارجه وزیرانو په شمول مو له خپلو ځینو همڅنګو سره دوستانه خبرې وکړې او سعودی خارجه وزیر ماته وویل چی عربستان له ایران سره خبرو اترو دوام ته چمتو دې .
د ایسنا له راپور سره سم د ایران خارجه وزیر امیرعبداللهیان نن په یوه ټویټ کې ولیکل په اردون کې د بغداد دوه په کانفرنس کې مې ګډون وکړ تر څو له عراقه په خپل ملاتړ ټینګار وکړو . د غونډې په ترڅ کې د عمان ، قطر ، کویت ، عراق اوعربستان د خارجه وزیرانو په شمول مو له خپلو ځینو همڅنګو سره دوستانه خبرې وکړې او سعودی خارجه وزیر ماته وویل چی عربستان له ایران سره خبرو اترو دوام ته چمتو دې .
په ۲۰۱۶ میلادی کال کې د دواړو هیوادونو د اړیکو له غوڅیدا راهیسې دا د دواړو هیوادونو د چارواکو د کتنې تر ټولو لوړه سویه حسابیږي .