صهیونیسټ رژیم له سخت امنیتي او سیاسي کړکیچ سره مخ دی
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i125186-صهیونیسټ_رژیم_له_سخت_امنیتي_او_سیاسي_کړکیچ_سره_مخ_دی
مهر خبري اژانس راپور راکړی د ایران د اسلامي جمهوریت د پوځ قومندان برید جنرال سید عبدالرحیم موسوي وویل نن سبا صهیونیسټ رژيم له یوه امنیتي او سیاسي کړکیچ سره مخامخ دی او دغه رژیم تر سختو داخلي او خارجي دباونو لاندی دی.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 22, 2022 00:59 Asia/Kabul
  • صهیونیسټ رژیم له سخت امنیتي او سیاسي کړکیچ سره مخ دی

مهر خبري اژانس راپور راکړی د ایران د اسلامي جمهوریت د پوځ قومندان برید جنرال سید عبدالرحیم موسوي وویل نن سبا صهیونیسټ رژيم له یوه امنیتي او سیاسي کړکیچ سره مخامخ دی او دغه رژیم تر سختو داخلي او خارجي دباونو لاندی دی.

هغه پرون د ایران د پوځ د قومندانانو په لوړې شورا کښې د ایران په هکله د صهیونیسټ رژیم د چارواکو څرګندونو ته په اشارې سره وویل  د صهیونیسټ رژیم چارواکو له یوې خوا د سیاسي اختلافاتو په زیاتیدا او د کورني روا والي د کړکیچ په رامینځته کیدا او له بلې خوا د سیمه ییزې ناامنۍ په احساسولو سره د چټیاټو ویلو ته مخه کړي ده.

عبدالرحیم موسوي زیاته کړه داخلي اختلافات، ویره او ناامنۍ په اوسني وخت کښې د صهیونیسټ رژیم  ښکاره ځانګړنې دي او همدغه عوامل د فلسطینیانو پرضد د اسرائیلو د رژیم د تاوتریخوالو د زیاتیدا او د ایران د اسلامي جمهوریت پرضد  له ویرې سره یوځاې د لافو د وهلو د زیاتیدا سبب شوي دي.

د ایران د پوځ قومندان برید جنرال عبدالرحیم موسوي ټینګار وکړ د صهیونیسټ رژیم چارواکي ښه پوهیږي د هر ډول غلیمانه اقدام په بڼه کښې به په پریکنده توګه د ایران د غاښ ماتونکي ځواب په وړاندې د دریدا توان ونلري او له هر ځایه چې د ایران د اسلامي جمهوریت د ګټو او د امنیت پرضد تیری وشي یا له صهیونیسټ رژیم سره کومه مرسته وشي ایران به ورته پښیمانه کونکی ځواب ورکړي.