ایران کښې د موساد څلور عملیاتي ډلې نیول شوې دي
د ایران د اطلاعاتو وزارت وویل چې د صهیونیسټي رژیم د جاسوسي ادارې (موساد) څلور عملیاتي ټیمونه په ایران کښې د امنیتي ځواکونو له خوا پیژندل شوي او نیول شوي دي
د ایران د اطلاعاتو وزارت وویل چې د صهیونیسټي رژیم د جاسوسي ادارې (موساد) څلور عملیاتي ټیمونه په ایران کښې د امنیتي ځواکونو له خوا پیژندل شوي او نیول شوي دي
د ایرنا د خبر له مخې د ایران د اطلاعاتو وزارت نن په یوې خبرپاڼې کښې وویل چې د امنیتي ځواکونو په مسلکي او دوامدارو هلوځلو سره د موساد جاسوسي ادارې څلور عملیاتي او ترهګر ټیمونه پيژندل شوي او ټول غړي یې نیول شوي دي.
د ویلو ده چې جعلي او جنایتکار صهیونیسټي رژیم د ایران په ځینو سیمو کښې د تیرو اونیو له بلواؤ په ناوړه استفادې سره په دې لټه کښې و چې د عملیاتي ډلو په لارښوونه کولو سره څو ترکیبي ترهګر عملیات ترسره کړي خو دغه ټول ترهګر یې له هر ډول اقدامه مخکښې نیول شوي دي.