د اوکراین بې اساسه او تکراري تورونوته د ایران ځواب
ناصر کنعاني د دې خبرې په کولو سره چی د ایران اسلامي جمهوریت دډرون الوتکو د ادعایی موضوع په اړه د اوکرایني چارواکو بی اساسه تورونو ته ځواب ورکړی دی ، زیاته کړه یوځل بیا تاکید کیږی چی اسلامي ایران د اوکراین په جنګ کې د استفادې لپاره هیڅ لوری ته هیڅ ډول پوځی تجیهزات ندي صادر کړي .
د ایران د خارجه وزارت ویندوي د ایران په اړه د امریکا په کانګرس کې د اوکراین د ولسمشر له نزاکته بهر خبرواو تکراري تورونو په غندلو سره وویل زلنسکي دې پوهه شی چی د بې اساسه تورونو په وړاندې به د ایران سټراټیجیک صبر نامحدوده نه وي .
د اوکراین ولسمشر چی د اوګراین له جنګه وروسته یې د لومړی ځل لپاره او له جنګه د امریکایانو د ملاتړ د دوام او ددغه هیواد د دفاعی توان د پیاوړی کولو په هیله واشنګټن ته سفر کړی وو ، د امریکا د کانګرس له غړیو سره په غونډه کې یوځل بیا د ایران او روسیې د ملګرتیا او د اوکراین په تاسیساتو په حمله کی له ایرانی ډرون الوتکو د ماسکو د استفادې په تکراری ادعا سره له روسیې سره په جنګ کې له اوکراین د امریکا د کانګرس د ملاتړ غوښتنه وکړه .
ناصر کنعاني د دې خبرې په کولو سره چی د ایران اسلامي جمهوریت دډرون الوتکو د ادعایی موضوع په اړه د اوکرایني چارواکو بی اساسه تورونو ته ځواب ورکړی دی ، زیاته کړه یوځل بیا تاکید کیږی چی اسلامي ایران د اوکراین په جنګ کې د استفادې لپاره هیڅ لوری ته هیڅ ډول پوځی تجیهزات ندي صادر کړي .
څه موده کیږی چی اوکراین له امریکا اویوشمیر اروپایی هیوادونو سره یوځای د اوکراین په جنګ کې له ایران ډرونزد روسیې د استفادې ادعاکوي خو دغه ادعا چی له کوم سند پرته مطرح کیږی ، په ایران او روسیې د زیاتو اقتصادي او سیاسي دباونو د زیاتولوپه شمول د جنګ د دوام لپاره اوکراین ته دلویدیځ د وسلو د ورلیږلو توجیه تعقیبوي .
د اوکراین ولسمشر د اکتوبر په ۲۴ ادعا وکړه چی روسیې ایران ته د دوه زره شاهد ۱۳۶ ډوله بې پایلیټه الوتکو ارډر ورکړې . څو ورځې وروسته د اوکراین هوایی ځواک ویندوی هم ادعا وکړه چی د اوکراین پوځ د ایران جوړې څه د پاسه ۳۰۰ بی پایلیټه الوتکې نسکوره کړی دي .
دا په داسې حال کی دی چی اسلامي ایران د اوکراین د کړکیچ په اړه په ځلونو ټینګار کړی دی چی د دغه کړکیچ په ارتباط د بې پلویتوب سیاست لري . په حقیقت کې ایران د دغه کړکیچ یو لورې ندې او د کړکیچ له پیله یې کوشش کړی دی د دوستانه اړیکو په چوکاټ کې چی دواړو لورو سره یې لري ، دواړه هیوادونه د اختلافاتو د اواري لپاره د ډیپلوماسۍ لارې ته ستانه شي او د جنګ د دوام مخه ونیسي .
په همدې اساس د ایران او روسیې دفاعی ملګرتیاوې چی د اوکراین له کړکیچ مخکې هم دوام درلودلې دی د دوه اړخیزه ایړکو په چوکاټ کې دي چی هیڅکله په اوکراین له حملې د پوځی ملاتړ په معنا ندي .
د ایران خارجه وزیر امیر عبداللهیان هم ویلی دی مونږه کلونه کیږی چی له روسیې سره دفاعی ملګرتیا لرو ، خو د اوکراین پرضد له جنګه مو ملاتړ ندې کړې او د اوکراین پرضد په جنګ کې د استفادې لپاره روسیې ته هیڅ ایراني وسلې ندي ورکړل شوي .
دغه ټول بدلونونه ښی چی اوکراین د امریکا په مشرۍ د لویدیځ د هدفونو په لړ کې له کوم سند وړاندی کولو پرته اسلامی ایران پرضد خپلو تورونو ته دوام ورکوي .
د روسیې د خارجه وزیرمرستیال سرګي ورشینین هم په دې باره کی ویلی دی ، لویدیځ هیوادونه په برجام کې د خپلې ماتې د پټولو لپاره روسیه او ایران دبی پایلیټه الوتکو په برابرولوکې په ملګرتیا تورنوي خو د هغو مخینه ښی چی د برجام د راتلونکی برخلیک په اړه یو دردونکې فکري بهیر روان دې .