په ایران کې د چین سفیر:
ایران او چین باید په ټولو ډګرونو کې خپلې اړیکې پیاوړي کړي
په تهران کې د چین سفیر تاکید کړی چي چین او ایران باید په ټولو ډګرونو کې خپلې اړیکې پیاوړي کړي ځکه دواړه هیوادونه په مختلفو زمینو کې ګډې ګټې لري.
په تهران کې د چین سفیر چانګ هوا پرس ټي وي ته وویل: د دواړو هیوادونو تر مینځ د استراتیژیکو ملګرتیاو هوکړه اجرایي بهیر پیل شوی دی او په دغه چوکاټ کې د هلو ځلو د پرمختګ غوښتونکي یو.
په تهران کې د چین سفیر د ناټو د لمسوونکو اقداماتو په هکله وویل: ناټو اوس داسي بڼه غوره کړې چي نورو هیوادونو ته ګواښ رامینځ ته کوي او په جنوب ختیځه سیمه کې د چین په ضد پراخ فعالیتونه پیل کړي دي.
هغه زیاته کړې: چین په سخته د دغه بهیر غندنه کوي او له ټولو نړیوالو رول لوبونکو څخه غواړي چي د سولي او ثبات درناوی وکړي.
چانګ هوا یادونه وکړه چي هیواد یې تل په جنوب ختیځه اسیا کې د ښه ګاوندیتوب اصل ته ژمن پاته شوی لیکن امریکا او ملګرو یې په سیمه کې د سولې او ثبات د ورانولو په لټه کې دي.
د چین سفیر د پاکستان له لارې چین ته د ایران د ګازو د پایپ لاین د جوړېدو پلان ته په اشارې سره، زیاته کړه، چین، پاکستان او ایران د ودې او پرمختګ لپاره له زیات ظرفیت څخه برخمن دي.