د نړۍ ټولو عیسایانو ته دې نوی میلادي کال مبارک وي
(last modified Sat, 31 Dec 2022 23:58:17 GMT )
Jan 01, 2023 04:28 Asia/Kabul
  • د نړۍ ټولو عیسایانو ته دې نوی میلادي کال  مبارک وي

ایران پریس خبري اژانس راپور راکړی نن د یکشنبې ورځ د دوه زره درویشتم میلادي کال د جنورۍ د میاشتې لومړۍ نیټه ده چې د نوي میلادي کال پیل دی.

په اوقیانوسیې لوې وچې کښې ټونګا جزیره اي هیواد لومړنی هیواد دی چې نوي میلادي کال ته ورننوت.

د نړۍ او د ایران ټولو عیسایانو ته د نوي میلادي کال په مبارکۍ ویلو سره په ټوله دنیا کښې له برکت،  ارامښت ، سولې او عدالت څخه د ډک کال ارزو کوو.

حضرت عیسی علیه السلام هغه ستر الهي پیغمبر دی چې  په  قران کریم کښې یې ډیر احترام شوی دی.

قران مجید په ډیرو ایتونو کښې حضرت عیسي علیه السلام معرفي کړی او د یوه اولوالعزم  پیغمبر یعني د کتاب او د شریعت د لرونکي په توګه یې د هغه مقام بیان کړی دی.