اسلامي ایران د خارجي هیوادونو له شتون سره مخالف دی
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د ایران د باندنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان د اذربایجان جمهوریت له خارجه وزیر سره په ټیلي فوني خبرو کښې په سیمه کښې د بهرنيو هیوادونو له شتون سره د تهران په مخالفت ټینګار وکړ.
حسین امیر عبداللهیان د اذربایجان جمهوریت له خارجه وزیر جیحون بایرامف سره په ټیلي فوني خبرو کښې لومړۍ د اذربایجان جمهوریت حکومت او ملت ته د نوي میلادي کال د پیلیدا په مناسبت مبارکي ورکړه او هیله یې وکړه چې په نوي میلادي کال کښې د دواړو هیوادونو ترمینځ اړیکې په بیلابیلو سیاسي او اقتصادي برخو کښې د ملګرتیاو د پراختیا کتونکي ووسي.
هغه دغه راز په سیمه کښې د خارجي هیوادونو له شتون سره د ایران د اسلامي جمهوریت په مخالفت باندې ټینګار سره وویل د مثبتو کړچارونو په غوره کولو سره د سیمې د هیوادونو په وسیله د سیمې مشکلات په ښه ډول حل کولای شو.