اسلامي ایران د خارجي هیوادونو له شتون سره مخالف دی
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i125558-اسلامي_ایران_د_خارجي_هیوادونو_له_شتون_سره_مخالف_دی
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د ایران د باندنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان د اذربایجان جمهوریت له خارجه وزیر سره په ټیلي فوني خبرو کښې په سیمه کښې د بهرنيو هیوادونو له شتون سره د تهران په مخالفت ټینګار وکړ.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 01, 2023 01:08 Asia/Kabul
  • اسلامي ایران د خارجي هیوادونو له شتون سره مخالف دی

ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د ایران د باندنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان د اذربایجان جمهوریت له خارجه وزیر سره په ټیلي فوني خبرو کښې په سیمه کښې د بهرنيو هیوادونو له شتون سره د تهران په مخالفت ټینګار وکړ.

حسین امیر عبداللهیان د اذربایجان جمهوریت له خارجه وزیر جیحون بایرامف سره په ټیلي فوني خبرو کښې لومړۍ د اذربایجان جمهوریت حکومت او ملت ته د نوي میلادي کال د پیلیدا په مناسبت مبارکي ورکړه او هیله یې وکړه چې په نوي میلادي کال کښې  د دواړو هیوادونو ترمینځ اړیکې په بیلابیلو سیاسي او اقتصادي برخو کښې د ملګرتیاو د پراختیا کتونکي ووسي.

هغه دغه راز په سیمه کښې د خارجي هیوادونو له شتون سره د ایران د اسلامي جمهوریت په مخالفت باندې ټینګار سره وویل د مثبتو کړچارونو په غوره کولو سره د سیمې د هیوادونو په وسیله د سیمې مشکلات په ښه ډول حل  کولای شو.