د سردار سلیماني انتقام د وسله والو ځواکونو په ایجنډا کښې دی
د ایران دفاع وزیر د جنرال شهید قاسم سلیماني د شهادت د دریمې کلیزې په مناسبت یو پیغام کښې ولیکل: د سردار سلیماني د وینې غچ به هیڅکله د هیواد د وسله والو ځواکونو له ایجنډا ونه وځي او ترهګر به د خپلو عملونو سزا وویني.
د تسنیم خبري آژانس د خبر له مخې ډګر جنرال محمد رضا آشتیاني د قاسم سلیماني د شهادت د کلیزې په مناسبت یو پيغام کښې ولیکل: د ایران د اسلامي انقلاب سترتوب که څرګندې او ژوندۍ نښې وغواړي نو د سردار سلیماني په شان د شهیدانو سرشیندنې او ایثار ښکاره حجت دی.
هغه زیاته کړه: د شهید حاج قاسم سلیماني ټرور چې د تاریخ د یو ډیر سپک انسان په حکم ترسره شو، د دې حقیقت بیانونکی دی چې هغه د خپل حق غوښتونکو کسانو او د نړۍ د مظلومو ولسونو د په ملاتړ په صحیح لاره روان و.
د ایران دفاع وزیر څرګنده کړه: د سردار سلیماني د وینې غچ د هیواد د وسله والو ځواکونو په دائمي ایجنډا کښې شامل دی او د دغه ناځوانمردانه ټرور آمران او عاملان به په یو داسې ځاې کښې د خپل دغه شرمناکه عمل سزا وویني چې فکر یې هم نه کوي.
د ویلو ده چې د امریکې پخواني ولسمشر ډونلډ ټرمپ د ۲۰۲۰ کال په جنورۍ کښې د شهید سلیماني د وژلو حکم صادر کړ او د دغې میاشتې د دریمې نیټي پیشمني مهال د زړونو سردار د بغداد هوايي ډګر ته نزدې، د عراق د حشد الشعبي ځواک د مرستیال مشر ابو مهدي المهندس په شمول له خپلو یوشمیر ملګرو سره یوځاې د امریکايي الوتکو په حمله کښې شهید شو.