ایران په اټومي خبرو کښې په منطقي دریځونو ټینګار وکړ
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i125676-ایران_په_اټومي_خبرو_کښې_په_منطقي_دریځونو_ټینګار_وکړ
د ایران لوړرتبه مرکچي علي باقري کني وویل د ایران اسلامي جمهوریت د بایکاټونو د ختمیدا په خبرو کښې په خپلو منطقي دریځونو ټینګار لري.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 03, 2023 08:24 Asia/Kabul
  • ایران په اټومي خبرو کښې په منطقي دریځونو ټینګار وکړ

د ایران لوړرتبه مرکچي علي باقري کني وویل د ایران اسلامي جمهوریت د بایکاټونو د ختمیدا په خبرو کښې په خپلو منطقي دریځونو ټینګار لري.

هغه د ایران پرضد د بندیزونو د ختمولو د خبرواترو د اخري حالت په هکله له ایرنا خبري اژانس سره په مرکه کښې وویل خبرې اترې یو بهیر دی او دغه بهیر هماغه راز دوام لري او خبرې له مینځه نه دي تللي.

د ایران د خارجه وزیر د سیاسي چارو مرستیال علي باقري کني ډاګینه کړه د خبرو اترو دوامداره توب ساتل شوی او مسائیل په جدي ډول د تعقیبولو په حال کښې دي.

هغه وویل د ایران اسلامي جمهوریت هماغه راز د بایکاټونو د ختمولو په خبرو کښې په خپلو منطقي دریځونو ټینګار لري او د ایران د اسلامي جمهوریت منطق منل شوی دی.

باقري کني ټینګار وکړ په خبرو کښې د ایران د اسلامي جمهوریت منطق دا دی هغه ظالمانه بایکاټونه چې د امریکا د پخواني ولسمشر ټرمپ لخوا په ایران ورتپل شوي دي باید په کامل ډول ختم شي.

هغه وویل هغه خنډونه چې د ایران د اسلامي جمهوریت د اقتصاد ګټو په لاره کښې شته باید په بشپړه ډول ختم شي.