شهید سلیماني وتوانېد د اسلامي امت لپاره ځواک او منزلت ورکړي
د ایران اسلامي شورا مشر د شهید سلیماني ښوونځي په لومړۍ نړیوالې ناستې کې وویل: شهید سلیماني وتوانېد د اسلامي امت لپاره ځواک او منزلت ورکړي
د شهید سلیماني د ښوونځي لومړنۍ نړیواله ناسته نن چهارشنبه د ایران اسلامي شورا د مشر محمد باقر قالیباف، په سیمې کې د مقاومت جبهې مشرانو او د ایران ځینو نورو چارواکو په ګډون سره په تهران کې پیل شوه.
د ایرنا د راپور له مخې، د ایران اسلامي شورا مشر محمد باقر قالیباف د چهارشنبې په ورځ په دې ناسته کې د دې په بیان سره چې اسلامي انقلاب، د قرآن او اهل بیتو ښوونځي، له سردار قاسم سلیماني څخه د اسلامي نړي لپاره ستر شخصیت جوړ کړ وویل: د شهید سلیماني ښوونځی، د امام خمیني(ره) د ښوونځي روزل شوی دی.
قالیباف دې ته په نغوتې سره چې شهید سلیماني په بېلابېلو ټولنیزو، سیاسي، پوځي، اخلاقي او نورو موضوعاتو کې د قوماندان، ورور، سرتېري او اطاعت کوونکي په توګه بېلګه وو زیاته کړه، شهید سلیماني وتوانېد د اسلامي امت لپاره ځواک او منزلت ورکړي او هرځای کې چې ناامني وه په ځواک سره هلته تلو.
د ایران اسلامي شورا مشر زیات کړه، شهید سلیماني تل د اسلامي نړۍ د یووالي او د ځواک لپاره هڅه کوله، ځکه پوهېده چې یوازینی منطق چې کولای شي ځواب ویونکی وي د ځواک منطق دی.