بریتانیا کښې غټ موږکان د خلکو کورونو ته ننوځي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i125918-بریتانیا_کښې_غټ_موږکان_د_خلکو_کورونو_ته_ننوځي
زمونږ خبریال راپور راکړی په انګلستان کښې دوه فټه اوږده موږکان د خلکو کورونو ته ورننوځي چې له کبله یې د ښاریزو له ژوند څخه سکون ختم شوی دی.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 08, 2023 08:49 Asia/Kabul
  • بریتانیا کښې غټ موږکان د خلکو کورونو ته ننوځي

زمونږ خبریال راپور راکړی په انګلستان کښې دوه فټه اوږده موږکان د خلکو کورونو ته ورننوځي چې له کبله یې د ښاریزو له ژوند څخه سکون ختم شوی دی.

په بریتانیا کښې دفترونو ته د  خلکو د نه تلو او له کورونو څخه د کار کولو په خاطر ډیرو سیمو کښې موږکان زیات شوي دي.

رسنیو ویلي دي چې په بریتانیا کښې دوه فټه غټ موږکان د خلکو د کورونو په دیوالونو باندې ختلو سره د ښاریزو د کورونو د حمامونو او د  سخا اوبو د نالیو په وسیله کورونو ته ورننوځي.

راپورونه وايي په بریتانیا کښې له کورونو څخه د خلکو د دفتر د کارونو د ترسره کولو په خاطر په سړکونو او کوڅو کښې د ګاډیو د ولاړیدا په وجه د خاورو  او د ښځلو د وړونکو کارګرانو او شرکتونو لپاره په کوڅو کښې د ګاډو د بیولو لپاره مشکلات رامینځته شوي دي چې له کبله یې د ښځلو شیان له ښځولو ډک دي او هلته نظافت نه کیږي.

رسنیو وویل چې د ښځلو د لویانو شیانو او ډرمونو له ښځلو د ډکیدا په وجه د موږکانو شمیر بیخي زیات شوی دی او له کبله یې د خلکو روغتیا ته خطرونه پیښ شوي دي.

راپورونه وايي همدا اوس په بریتانیا کښې شل میلیونه موږکان شته.

د روغتیا د چارو کارپيژاندي وايي چې موږکان د انسانانو لپاره د خطرناکو ناروغیو سبب ګرځیدلی شي.