د نړۍ دریمه برخه بندیان په امریکا کښې دي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i126080-د_نړۍ_دریمه_برخه_بندیان_په_امریکا_کښې_دي
زمونږ خبریال راپور راکړی د ایران د بشري حقوقو د کمیټۍ سیکرټر کاظم غریب ابادي په دې خبرې سره چې د نړۍ دریمه برخه بندیان په امریکا کښې زندانیان دي وویل په امریکا کښې کابو درې لکه یو زر میرمنې په زندانونو کښې دي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 11, 2023 11:19 Asia/Kabul
  • د نړۍ دریمه برخه بندیان په امریکا کښې دي

زمونږ خبریال راپور راکړی د ایران د بشري حقوقو د کمیټۍ سیکرټر کاظم غریب ابادي په دې خبرې سره چې د نړۍ دریمه برخه بندیان په امریکا کښې زندانیان دي وویل په امریکا کښې کابو درې لکه یو زر میرمنې په زندانونو کښې دي.

هغه وویل د امریکا په ښوونځیو کښې د پینځه دیرش فیصدو انجلیو لپاره جنسي مزاحمتونه رامینځته شوي دي.

کاظم غریب ابادي وویل په امریکا کښې له هرو پینځو انجلیو څخه په یوې انجلۍ جنسي تیری کیږي چې پولیسو ته یې د یوازې پینځو فیصدو جنسي تیریو راپورونه ورکول کیږي.

د ایران د بشري حقوقو د کمیټۍ مشر کاظم غریب ابادي دې ته په اشارې سره چې په امریکا کښې په هرو اته نویو ثانیو کښې په یوې ښځې باندې جنسي تیری کیږي وویل له دوه زره پینځلسم میلادي کال څخه تراوسه د امریکا د پولیسو لخوا دوه سوه پنځوس میرمنې وژل شوي دي.

هغه د ایران د اسلامي انقلاب له بریالیتوب وروسته په ایران کښې د ښځې مقام ته په اشارې سره وویل لویدیځ هیوادونه ځانونه د ښځو د حقوقو دفاع کونکي ګڼي او داسې ښيي چې ایران د ښځو د حقوقو خلاف ورزۍ کوي.

هغه وویل شپږپنځوس فیصده محصیلین، اته څلویښت فیصده زده کونکي، د پوهنتونونو د علمي پلاویو درې دیرش فیصده غړي چې کابو پینځویشت زره دي درویشت زره او پینځه سوه لیکوالان او څلویښت فیصده مختصص ډاکټران په ایران کښې شته دي.