د ایران خارجه وزارت د کابل چاودنه په کلکه وغندله
هغه همداراز د وژل شویو کسانو له کورنیو سره خواخوږي او ژوبلو کسانو لپاره د عاجلې شفاغوښتنه وکړه
د ایران د خارجه وزارت ویندوی ناصر کنعاني په کابل کې د خارجه وزات مخې ته ترهه ګره چاودنه په کلکه وغندله .هغه همداراز د وژل شویو کسانو له کورنیو سره خواخوږي او ژوبلو کسانو لپاره د عاجلې شفاغوښتنه وکړه .
له دې مخکې په افغانستان کې د ایران سفارت هم د دغه هیواد د خارجه وزارت د ودانۍ مخې ته ترهه ګره پیښه غندلی وه .
په افغانستان کې د ایران سفارت په یو ټویټ کې ولیکل: « د اسلامي ایران سفارت د افغانستان د خارجه وزارت مخې ته ترهه ګره چاودنه چې پکې د دغه وزارت یو شمیر کارکوونکي او بېګناه کسان مړه او ژوبل شول غندي او د قربانیانو له کورنیو سره خپله خواخوږي څرګندوي.
د کابل د پولیسو ویاند خالد ځدراڼ وویل چې په دې چاودنه کې یو شمیر کسان مړه او ژوبل شوې دي. وروستي راپورونه وایي چې په دغه چاونه کې کابو پنځوس کسان مړه او ژوبل شوې دي.
دا پېښه چې طالب چارواکو پکې د ۵ تنو د وژل کیدو او يو شمېر نورو ټپي کیدل تایید کړي، ځينې رسنۍ یې د خپلو سرچينو په حواله د وژل شويو شمېر ۲۱ تنه او د ټپيانو ۲۵ تنه بولي.