رییسي اوپوتین د انرژۍ اوټرانسپورټي موضوګانو په اړه خبرې وکړې
د ایران او روسیې ولسمشرانو په دغو خبروکې د انرژۍ ، لجسټیک او ټرانسپورټ په برخو کې د دوه اړخیزو ګټه ورو پروژو په اړه خبرې وکړې او د سوریې د وضعیت د عادی کولولپاره یې خپله ګروهنه څرګنده کړه
داسلامي ایران ولسمشر سید ابراهیم رییسي له خپل روسي همڅنګ پوتین سره په ټیلي فوني خبروکې د دوه اړخیزه او سیمه ایزو موضوګانوپه اړه خبرې وکړې .
د ایران او روسیې ولسمشرانو په دغو خبروکې د انرژۍ ، لجسټیک او ټرانسپورټ په برخو کې د دوه اړخیزو ګټه ورو پروژو په اړه خبرې وکړې او د سوریې د وضعیت د عادی کولولپاره یې خپله ګروهنه څرګنده کړه .
ایران او روسیه د دوه اړخیزو زمینو په تیره بیا اقتصادي ، پوځی ، امنیتی او همداراز د امریکا له یواړخیز پالنې سره د مقابلې په شان په نړیوالو او سیمه ایزو مساییلو کې سټراټیجیې ګټې لري او دا په وروستیو کلونو کې د دواړو لورو د نږدې ملګرتیا اصلي عوامل دي .