د ایران د بهرنیو چارو وزیر:
نړیوال واکمن نظام د ایران د پرمختګ مخالفت کوي
د ایران د کورنیو چارو وزیر د هیواد د دوو وتلیو ساینس پوهانو د شهادت په کلیزې کې په یوه بیانیه کې په دې باندې په تاکید سره چي نړیوال واکمن نظام د ایران پرمختګ نه شي زغملای، وویل: دا چاره به د اسلامي ایران د ځوانانو د لا زیاتو هلو ځلو او پوهنیز جهاد لپاره مضاعفه انګیزه رامینځ ته کړي.
د ایران ځوان ساینس پوه شهید مصطفی احمدی روشن په ۱۳۹۰ لمریز کال کې او ایټمي ساینس پوه شهید مسعود علیمحمدی په ۱۳۸۸ لمریز کال کې په ترهګریزو بریدونو کې شهیدان شول.
د ایران خارجه وزیر حسین امیر عبداللهیان په یوه بیانیه کې ولیکل: دغه دوه ځوان ساینس پوهان د علمي او ټکنالوژی د پرمختګ پّ ډګرونو کې کارنده رول ولوبول چي نړیوال واکمن نظام په ایران کې د دغو دوو ساینس پوهانو شتون نه شوای زغملای او د هغوی د ټرور لپاره اقدام وکړ.
عبداللهیان یادونه وکړه چي د نړیوال واکمن نظام دسیسې به ناکامه شي او دغه ناځوانمردانه ټرورونه به په ټکنالوژی او علمي ډګرونو کې د پرمختګ لپاره اسلامي ایران ته لا زیاته انګیزه ورکړي.