په افریقا کې د سوداګریزو مرکزونو د پراختیا لپاره د ایران پلانوونه
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i126116-په_افریقا_کې_د_سوداګریزو_مرکزونو_د_پراختیا_لپاره_د_ایران_پلانوونه
د ایران د اسلامي جمهوریت د سوداګریو په سازمان کې د افریقا د څانګې مدیر، په افریقایي هیوادونو کې د سوداګریزو مرکزونو د پرانیستل کېدو خبر ورکړ.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 12, 2023 09:12 Asia/Kabul
  • په افریقا کې د سوداګریزو مرکزونو د پراختیا لپاره د ایران پلانوونه

د ایران د اسلامي جمهوریت د سوداګریو په سازمان کې د افریقا د څانګې مدیر، په افریقایي هیوادونو کې د سوداګریزو مرکزونو د پرانیستل کېدو خبر ورکړ.

د ایران د سوداګریو په سازمان کې د افریقا د څانګې مسئول محمد صادق قنادزاده د ایران او افریقا د مشترکې خونې مسئول مسعود برهمن او د افریقا د اقتصادي چارو کارپوه روح الله لطیفي د ایران د خبري چېنل په اقتصادي ګردی مېز کې په افریقایي هیوادونو کې د ایران د اقتصادي فعالیتونو د ودې په ضرورت خبرې اترې وکړي.

قنادزاده وویل: د افریقا د براعظم په ختیځه کې د کنیا، اوګاندا او ټانزانیا په هیوادونو کې، په شمال کې بیا په الجزایر او په غرب کې په ساحل عاج یا آیوري کوست، ګانا او کامرون کې مرکزونه لرو.

هغه زیاته کړه: ډېر ژر به نیجریې، سنګال او جنوبي افریقا په هیوادونو کې هم خپل سوداګریز مرکزونه پرانیزو.

د ایران او افریقا د مشترکې خونې مشر برهمن وویل: د افریقا په براعظم کې له ۵۴ هیوادونو سره، اقتصادي راکړه ورکړه لرو، د دغو هیوادونو نفوس یو میلیارد ۳۰۰ میلیون دی او د نړۍ ۳۰ زیرمې هم په دغو کې هیوادونو کې دي.