د دښمن جامع پلان ماته وخوړه/ دښمنان به تل ناکامه وي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i126134-د_دښمن_جامع_پلان_ماته_وخوړه_دښمنان_به_تل_ناکامه_وي
د اسلامي انقلاب معظم رهبر د نبي اکرم ص د لور بي بي فاطمې سلام الله علیها د زوکړې په نیکمرغه مراسمو کې اعلان وکړ: د دښمن لوی پلان ماته وخوړه ځکه چي د هغوی ارزونې ناسمې وې.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 12, 2023 12:39 Asia/Kabul
  • د دښمن جامع پلان ماته وخوړه/ دښمنان به تل ناکامه وي

د اسلامي انقلاب معظم رهبر د نبي اکرم ص د لور بي بي فاطمې سلام الله علیها د زوکړې په نیکمرغه مراسمو کې اعلان وکړ: د دښمن لوی پلان ماته وخوړه ځکه چي د هغوی ارزونې ناسمې وې.

د اسلامي انقلاب معظم رهبر نن د اهلبیت له مداحانو سره په کتنه کې د حضرت صدیقه کبرا حضرت زهرا سلام الله علیها سره، مینه او محبت د ژوند په ټولو چارو کې کارنده وباله او وویل: مداحي، د اهل تشیع میراث او یو مرکب هنر دی.

معظم رهبر حضرت ایت الله خامنه ای په دغه لیدنه کې په دې باندې په تاکید سره چي دښمنانو په ایران کې د بلواو او ورانیو په لړ کې له خپلو ټولو امکاناتو ګټه واخیسته، وویل: امنیتي عناصر، د جاسوسي د ټیمونو نفوذ، په نړیواله کچه د ایران په ضد پراخ تبلیغات، په هیواد کې دننه د ځینو عناصرو سره ملګرتیا، د قومي، مذهبي، سیاسي او شخصي احساساتو لمسون له هغو ورانوونکو لاملونو وو چي له څو میاشتو راهیسې د دښمنانو له لورې فعاله شوي دي. 

هغوی جوته کړه: د یوه نظارت کوونکی په توګه، په زړه کې مي د دښمن دومره منظم پلان ته شاباشی ورکړ ځکه چي له هر یو اوزار څخه په مناسبه اندازه او په مناسب ځای کې کار اخیستی وو لیکن له دغه جامع پلان سربیره، چي حتی په نورو هیوادونو یې هم اثر وکړ، دښمن ناکامه شو، ځکه چي د هغوی ارزونې ناسمې وې.

حضرت ایت الله خامنه ای وفرمایل: هغوی داسي فکر کاوه چي د ایران ولس د اقتصادي ستونزو د امله د بیلتون پالنې او د نظام له ړنګونې څخه ملاتړ کوي لیکن د هغوی ارزونه غلطه ثابته شوه.

هغوی زیاته کړه: دښمن فکر کاوه چي په کنځلو او سپک سپورو سره کولایشي د هیواد چارواکې له ډګره وشړي، هغوی فکر کاوه چي په چيغو او بلواو سره کولایشي د هیواد د چارواکو تر مینځ اختلاف واچوي او یا هم د امریکې د لاسپوڅی هیواد په تیلي ډالرو سره، د ایران د اسلامي جمهوریت اراده ور کمزورې کړي.

د اسلامي انقلاب معظم رهبر تاکید وکړ: دښمنانو دا فکر کاوه چي د یو شمېر خرڅ شویو عناصرو په لمسولو او په بهر کې هغوی ته د تابعیت په ورکولو او د ایران په ضد په پروپاګن سره، کولایشي د هیواد ځوانان ناهیلي کړي، خو هغوی ناکامه شول.

حضرت ایت الله خامنه جوته کړه: ۴۰ کاله کیږي چي دښمن په هرې ممکنې طریقې سره هڅه کوي چي اسلامي جمهوریت باندې ګوزار وکړي لیکن د ناسمو ارزونو د امله تل له ماتې سره مخامخیږي او دا به دوام وموندي.

هغوی یادونه وکړه چي د دښمن ناسمې ارزونې باید زمونږ د غفلت اسباب نه شي، بلکې مونږ هم باید بیداره ووسو، داسي دې نه شي چي په غرور او غفلت کې ښکېل شو او ووایو چي نوره کیسه ختمه ده، نه، باید په دې فکر سره چي د ولس د ساتنې لامل هیله او یووالې ده، او په دې فکر سره میدان کې پاته شو.