نړۍ له پیچلی بحران سره لاس په ګرېوان دی
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i126152-نړۍ_له_پیچلی_بحران_سره_لاس_په_ګرېوان_دی
د ایران خارجه وزیر د جنوبي ږغ په غونډه کې نړیوالو بحرانونو ته په اشارې سره، د نړۍ د مهمو موضوعاتو په وړاندې د ایران د اسلامي جمهوریت د لیدلوري په هکله خبرې وکړي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 13, 2023 10:03 Asia/Kabul
  • نړۍ له پیچلی بحران سره لاس په ګرېوان دی

د ایران خارجه وزیر د جنوبي ږغ په غونډه کې نړیوالو بحرانونو ته په اشارې سره، د نړۍ د مهمو موضوعاتو په وړاندې د ایران د اسلامي جمهوریت د لیدلوري په هکله خبرې وکړي.

تېره ورځ د جنوبي ږغ د انلاین کنفرانس د سیمې د هیوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په ګډون تر سره شو چي د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان په نړۍ کې د کرونا وایروس د وبا د خپراوی، جنګ او تروریزم، د ځینو هیوادونو شاته پاته والې، بې وزلی او د اقتصادي نابرابریو په هکله خبرې وکړې.

هغه یادونه وکړه چي نړۍ په هممهاله توګه د کرونا له وبا، بې وزلۍ، ټروریزم، جنګ او طبیعي پېښو سره لاس په ګرېوان شوې چي دا د یو پېچلی نړیوال بحران د رامینځ ته کېدو او ناوړه اقتصادي پایلو سبب شوی دی.

عبداللهیان زیاته کړه: یو شمېر نړیوالو لوبغاړو د نړیوالو ننګونو او کړکېچونو د هوارولو په لړ کې د همکاری په ځای د خپلو یو اړخیزو ګټو لپاره هلې ځلې کوي او په نړیوال مالي او اقتصادي نظام کې د لاسووهنې په مټ په نورو هیوادونو یو اړخیز او ظالمانه بندیزونه لګوي.

د ایران خارجه وزیر د نړیوال ثبات او امنیت په لړ کې د کارنده ګامونو د اوچتولو په ضرورت باندې په تاکید سره، وویل چي تهران د جي ۲۰ هیوادونو له ډلې سره، د همکاری لپاره چمتو دی.

هغه د جنوبي هیوادونو د ټروئیکا د رامینځ ته کېدو غوښتونکی شو، څو د انرژیو او د خوړو د نړیوال امنیت په لړ کې د سیمې او نړۍ په کچه د ټرانسپورټ، ټرانزیټ، له ټروریزم سره د مبارزې او د ایټمې انرژیو څخه د ټولو د ګټه پورته کولو زمینه برابره شي.

دغه غونډه چي د هندوستان په کوربه توب تر سره شوه، د ارمنستان، عمان، مالدیو، پاناما، جامائیکا، کنیا، السالوادور، ګرجستان، یوګاندا، ټونس او دومنکین جمهوریت د بهرنیو چارو وزیران ګډون کړې وه.