په افغانستان کې د میرمنومحرومیت داسلام له اساس سره په تضاد کې دې
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i126162-په_افغانستان_کې_د_میرمنومحرومیت_داسلام_له_اساس_سره_په_تضاد_کې_دې
د ایران اسلامی جمهوریت د افغانستان اوسنۍ واکمنه اداره په رسمیت نده پیژندلی خو په ځینو موردونو کې د دغه هیواد دمشکلاتو دکمولو لپاره یې له هغې سره ارتباط ټینګ کړې دې .
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Jan 14, 2023 06:01 Asia/Kabul
  • په افغانستان کې د میرمنومحرومیت داسلام له اساس سره په تضاد کې دې

د ایران اسلامی جمهوریت د افغانستان اوسنۍ واکمنه اداره په رسمیت نده پیژندلی خو په ځینو موردونو کې د دغه هیواد دمشکلاتو دکمولو لپاره یې له هغې سره ارتباط ټینګ کړې دې .

د ایرنا له راپور سره سم د ایران خارجه وزیر ښاغلی امیر عبداللهیان چی د خپل لبناني همڅنګ په بلنه بیروت ته ولاړ دې ، پرون د لبنان د لومړی وزیر ، خارجه وزیراوپارلیمان مشر په شمول له لبناني چارواکو سره کتنه او خبرې اترې وکړې .

امیر عبداللهیان د لبنان له سیاسی او دیني ډلو سره په کتنه کې وویل د ایران اسلامی جمهوریت د افغانستان اوسنۍ واکمنه اداره په رسمیت نده پیژندلی خو په ځینو موردونو کې د دغه هیواد دمشکلاتو دکمولو لپاره یې له هغې سره ارتباط ټینګ کړې دې .

ده زیاته کړه په افغانستان کې د کړکیچ اوارې د ټول شموله حکومت جوړولو ته اړتیا لري .

ده پر دې  په ټینګار سره چی ایران به د افغانستان له خلکو خپل ملاتړ ته دوام ورکړی ، د دغه هیواد دخارجه وزارت په وړاندې د داعش ترهه ګر اقدام وغنده .